د ایران او پاکستان تعلقات نوي او پیاوړي مرحلې ته داخل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i166778-د_ایران_او_پاکستان_تعلقات_نوي_او_پیاوړي_مرحلې_ته_داخل_شوي
 په اسلام اباد کې د ایران  د اسلامی جمهوریت سفير رضا امیري مقدم وویل چې د پاکستان او ایران ترمینځ د  مخ په وده ملګرتیا په پراختیا ده ، څو میاشتې مخکې د ایران  ولسمشر پاکستان ته په تاریخي سفر سره د دغو تعلقاتو نوسپرکی  پیل کړی.
(last modified 2025-11-04T22:20:32+00:00 )
Nov 05, 2025 02:44 Asia/Kabul
  • د ایران او پاکستان تعلقات نوي او پیاوړي مرحلې ته داخل شوي

 په اسلام اباد کې د ایران  د اسلامی جمهوریت سفير رضا امیري مقدم وویل چې د پاکستان او ایران ترمینځ د  مخ په وده ملګرتیا په پراختیا ده ، څو میاشتې مخکې د ایران  ولسمشر پاکستان ته په تاریخي سفر سره د دغو تعلقاتو نوسپرکی  پیل کړی.

زمونږ خبریال د دنیا نیوزله قوله راپور راکړ،د  پاکستان او ایران ترمینځ په رسانه اي  یا  میډیا برخې کې د ملګرتیا  لپاره د تفاهمي یادداشت د لاسلیک کیدا په   غونډې کې د وېنا پر مهال،  په دغه هیواد کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر  رضا امیري مقدم پخپلې وینا کې وویل چې د ایران او پاکستان تعلقات نوي او پیاوړي مرحلې ته داخل شوي دي.

 په اسلام اباد کې د ایران  د اسلامی جمهوریت سفير رضا امیري مقدم وویل چې د پاکستان او ایران ترمینځ د  مخ په وده ملګرتیا په پراختیا ده ، څو میاشتې مخکې د ایران  ولسمشر پاکستان ته په تاریخي سفر سره د دغو تعلقاتو نوسپرکی  پیل کړی.

هغه وویل چې د پاکستان  ولس، حکومت او  میډیا په سختو وختونو کې د ایران بشپړ ملاتړ وکړ،پر ایران  د صهیونیسټي رژيم د یرغل په په وړاندې  پاکستان فیصله  کوونکي رول ولوبوه، د ایران  ولس  او حکومت به د پاکستان ملګرتیا  او ورورولی تل تر تله په  یاد ولري.

رضا امیري مقدم  وویل چې د میډیا په برخې کې ملګرتیا به د دواړو هېوادونو تعلقات نوره  هم پیاوړي کړي،  دغه لاسلیک شوي تړونونه به د ملګرتیا  په پراختیا کې د یوې مهمې مرحلې په پیل کې بل مهم ګام شي.