د ایکس کاروونکي: لوېدیځ د ایراني ښځو لاسته راوړنې سانسور کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i166842-د_ایکس_کاروونکي_لوېدیځ_د_ایراني_ښځو_لاسته_راوړنې_سانسور_کوي
پارس‌ ټوډې - د ایکس بهرنیو کاروونکو په اند، لوېدیځ د ایراني ښځو لاسته راوړنې سانسور کوي.
(last modified 2025-11-06T07:52:17+00:00 )
Nov 06, 2025 12:19 Asia/Kabul
  • د ایکس کاروونکي: لوېدیځ د ایراني ښځو لاسته راوړنې سانسور کوي

پارس‌ ټوډې - د ایکس بهرنیو کاروونکو په اند، لوېدیځ د ایراني ښځو لاسته راوړنې سانسور کوي.

په ایکس کې یوې پاڼې د ایراني ښځو او نجونو د ورزشي بریاوو یوه ویډیو خپره کړې او لیکلي یې دي: «ایرانۍ ورزشکارې ښځې په تاریخ جوړولو بوختې دي، خو دا د لوېدیځ له روایت سره جوړ نه راځي، سمه ده؟» دې پوښتنې ته د بهرنیو کاروونکو له خوا په زړه پورې ځوابونو ورکړل شوي دي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، په ایکس کې غیر ایراني فعالان وايي چې لوېدیځې رسنۍ یوازې هغه وخت ایرانۍ ښځې «خوشحاله، آزاده او شادې» ښيي چې «بربنډې» وي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې ایرانۍ نجونې او ښځې په بېلابېلو سیالیو کې، په ځانګړې ډول په ورزشي برخو کې، د پام وړ بریاوې تر لاسه کړې دي چې دلته یوازې څو محدودې یې یادوو:

په قاهره کې د «World Para Powerlifting Rookie & Next Gen Championships 2025» سیالیو کې، عطیه سادات حسیني د ښځو په ۶۱ کیلوګرامه وزن برخه کې د ایران د ښځو لومړنۍ تاریخي د سرو زرو مډال وګاټه او اتله شوه.

د بحرین په «Asian Youth Games 2025» کې د ایران د نجونو ټیم په یو څو ټیمي ډسپلینونو (لکه فوټسال، هنډبال، واليبال) کې د سرو زرو مډالونه وګټل. د بېلګې په توګه، په هنډبال کې یې د هند پر وړاندې ۴۳- ۲۶ بریا تر لاسه کړه او اتلولي یې وګټله.

همدارنګه د ایران د ښځو ملي واليبال ټیم په تاشکند کې د «CAVA Women’s Volleyball Championship 2025» په سیالیو کې په لومړي ځل د سرو زرو مډال وګاټه.

په قزاقستان کې د «Kazanof International Athletics Cup 34th» په سیالیو کې حمیده اسماعیل‌نژاد د ۱۰۰ متره منډې سرو زرو مډال په ۱۱.۷۹ ثانیو وخت وګاټه.

دلته په دې تړاو د کاروونکو ځینې څرګندونې راوړو:  

«نو څنګه کولای شي نړۍ باندې ومني چې ایرانۍ ښځې تر فشار لاندې دي؟ بربنډتیا د آزادۍ معنی نه لري.»

«ځکه چې لوېدیځوال د ښځو آزادي په بربنډتیا کې ګوري... له همدې امله ده چې (د ایراني ښځو بریاوې نه روایت کوي)»

«هېڅکله نه (څرګنده ده چې دا بریاوې د لوېدیځو له روایت سره نه جوړېږي). لوېدیځ یوازې هغه وخت ایرانۍ ښځې بریالۍ ښيي چې لنډې جامې واغوندي او د ساحلي واليبال لوبه کوي.»