د اسرائیلو تجاوزونو ته د ایران هدفمند غبرګونونه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i166852-د_اسرائیلو_تجاوزونو_ته_د_ایران_هدفمند_غبرګونونه
پارس تودي - د ۱۲ ورځنۍ جګړې په جریان کې، ایران د دقیقو او حساب شوو بریدونو له لارې د صهیونیست رژیم کلیدي پوځي، ساینسي او ټکنالوژیکي زیربناوې په نښه کړې؛ دا بریدونه نه یوازې د اسرائیلو د مخنیوي وړتیا کمزورې کړه، بلکې د دې رژیم امنیتي او تخنیکي اعتبار یې په نړیواله کچه هم له ننګونو سره مخ کړ. 
(last modified 2025-11-06T08:49:32+00:00 )
Nov 06, 2025 13:18 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو تجاوزونو ته د ایران هدفمند غبرګونونه

پارس تودي - د ۱۲ ورځنۍ جګړې په جریان کې، ایران د دقیقو او حساب شوو بریدونو له لارې د صهیونیست رژیم کلیدي پوځي، ساینسي او ټکنالوژیکي زیربناوې په نښه کړې؛ دا بریدونه نه یوازې د اسرائیلو د مخنیوي وړتیا کمزورې کړه، بلکې د دې رژیم امنیتي او تخنیکي اعتبار یې په نړیواله کچه هم له ننګونو سره مخ کړ. 

د ایران او اسرائیلو رژیم ترمنځ ۱۲ ورځنۍ جګړه د منځني ختیځ د امنیتي معادلو لپاره یو بدلون ټکی و.

تهران د بشپړ ستراتیژیکو موخو په ټاکنه سره وښوده چې د هغه ځوابونه یوازې پوځي نه دي، بلکې د استخباراتي او ټکنالوژیکي ملاتړ لرونکي دي.

دا دقیق عملیات هغه مرکزونه په نښه کړل چې د اسرائیلو د پوځي او ساینسي وړتیاوو زړه بلل کېږي؛ له وسلو جوړونکو شرکتونو څخه نیولې تر څېړنیزو او سایبري ټکنالوژیو مرکزونو پورې.

د پارس ټوډی په دې راپور کې د ایران د توغندیو وړتیا او د صهیونیست رژیم زیانمنتیا څېړل شوې ده چې لوستلی یې شئ:

 

رافائل؛ د اسرائیلو د امنیت ستنه د ایران تر اور لاندې

د ایران د بریدونو یوه له اصلي موخو د رافائل وسلو شرکت و؛ هغه شرکت چې د اسرائیلو د پوځي صنایعو د ملا تیر ګڼل کېږي او د اوسپنې ګنبد (Iron Dome)، د داود فلاخن (David’s Sling) او د اوسپنې وړانګې (Iron Beam) لیزري سیسټمونو تولیدوونکی دی.

رافائل چې په حیفا ښار کې موقعیت لري، نه یوازې د صهیونیست پوځ لپاره د وسلو برابرونکی دی، بلکې امريکا، اروپا او اسیا ته د پوځي تجهیزاتو لوی صادرونکی هم دی او هر کال د صهیونیست رژیم لپاره میلیارډونه ډالره عواید تولیدوي. 

د ایران د توغندیو دقیق بریدونه د دې شرکت پر اصلي مرکزونو، د ایران لوړې وړتیا د اسرائیلو حساسو زیربناوو په پیژندلو او په نښه کولو کې ښيي.

له حیفا څخه خپرو شویو انځورونو د رافائل په تاسیساتو کې د پام وړ زیانونو ښودنه کړې.

 پوځي کارپوهان وايي، دې کمپلېکس ته زیان د اسرائیلو د پوځ پرمختګ او تجهیزاتو بهیر د میاشتو لپاره ګډوډولی شي.

 

وایزمن انسټیټیوټ؛ د اسرائیلو ساینسي او څېړنیز زړه د بریدونو په مرکز کې 

د پوځي موخو ترڅنګ، ایران د اسرائیلو ساینسي او څېړنیز مرکزونه هم په نښه کړل.

یو له مهمو موخو د وایزمن ساینس انسټیټیوټ و؛ هغه مرکز چې د صهیونیست رژیم په اټومي، سایبري او استخباراتي ټکنالوژیو پرمختګ کې کلیدي رول لري.

عبري رسنیو راپورونو له مخې، د ایران د بریدونو په پایله کې د دې انسټیټیوټ لږ تر لږه ۴۵ لابراتوارونه ویجاړ شوي او له ۵۷۲ میلیونو ډالرو زیات زیان یې اړولی دی.

د انسټیټیوټ رئیس په یوه مرکه کې منلې چې "څو لسیزو ساینسي څېړنې له منځه تللې او باید له صفر څخه پیل شي." 

د کالکالیست اقتصادي بنسټ هم د زیانونو کچه "له تصوره زیاته" بللې او ټینګار یې کړی چې د دې مرکز بشپړه بیا رغونه کیدای شي کلونه وخت ونیسي.

وایزمن، د ساینسي فعالیتونو ترڅنګ، د صهیونیست رژیم د وسلو شرکتونو او د پوځ د ۸۲۰۰ استخباراتي واحد لپاره د پوهان او څېړونکو اصلي سرچینه ده.

له همدې امله، د دې په نښه کول د صهیونیست رژیم ساینسي او استخباراتي زیربناوو ته مستقیم ګوزار ګڼل کېږي.

 

ګاو-یام؛ د اسرائیلو سایبري مرکز د ایران د توغندیو په هدف کې: 

د بریدونو په دوام، د ګاو-یام ساینس او ټکنالوژي پارک هم په نښه شو؛ هغه سیمه چې د حیفا په څنډو کې موقعیت لري او د "اسرائیلو سایبري مرکز" په نوم مشهوره ده او د مایکروسافت، اینټل، اوراکل، پی‌پال، ډیل ای‌ام‌سي او WIX په ګډون د لسګونو نړیوالو ټکنالوژي شرکتونو کوربه دی.

دا پارک د اسرائیلو د ډیجیټل زیربناوو او سایبري امنیت پروژو په پرمختګ کې حیاتي رول لري.

د ایران توغندي د مایکروسافت دفتر ته نږدې دقیق ولګېدل؛ هغه شرکت چې په وروستیو کلونو کې د اژور (Azure) کلاوډ پلیټفارم او مصنوعي ځیرکتیا ټکنالوژیو له لارې د صهیونیست رژیم د امنیتي او پوځي پروژو اصلي ملاتړی شوی دی. 

د مایکروسافت او اسرائیلو همکاري په داسې حال کې دوام لري چې د دې شرکت یو شمېر کارکوونکو د غزې پر ضد بریدونو پورې تړلو پروژو کې د ګډون پر وړاندې په ښکاره توګه اعتراض کړی دی.

د دې پارک په نښه کول د ایران د استخباراتي وړتیا نښه ده چې د اسرائیلو سایبري زیربناوو پیژندل او تعقیبولی شي، او کیدای شي د رژیم په ډیټا شبکو او امنیتي اړیکو کې جدي ګډوډي رامنځته کړي.

د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال د ایران توغندیز بریدونه یوازې پوځي غبرګون نه و، بلکې د تهران هدف نیونکی او ستراتیژیک غبرګون څرګندونه وه چې د پوځي او استخباراتي هوښیار ځواک کارولو ته اشاره کوي.

د رافائل، وایزمن او ګاو-یام په شمول د دقیقو موخو ټاکنه ښيي چې ایران د اسرائیلو د ځواک جوړښت په بشپړه توګه پیژني او کولی شي د هغه درېیو اصلي محورونو - پوځي، ساینسي او سایبري - ته زیان ورسوي.

دا عملیات تل ابیب ته روښانه پیغام ورکړ: د ایران توغندیز ځواک نه یوازې مخه نه نیول کیږي، بلکې دقیق او ستراتیژیک هم دی. ۱۲ ورځنۍ جګړه شاید لنډه وه، خو د هغې اغېزې به اوږدمهاله وي.

صهیونیست رژیم اوس د یوې داسې واقعیت سره مخ دی چې کلونه یې ترې تېښته کوله؛ د ایران د تخنیکي او استخباراتي ځواک پر وړاندې زیانمنتیا، هغه واقعیت دی چې د سیمې امنیتي معادلې یې د تل لپاره بدلې کړې دي.