د ایران د اسلامي شورا مشر اسلام آباد ته ورسید
پارس ټوډې - د ایران د اسلامي شورا مشر "محمد باقر قالیباف" د پاکستان د پارلیمانونو له مشرانو او لوړ پوړو چارواکو سره د لیدنې لپاره اسلام آباد ته ورسید، چې د هغه پاکستاني سیال لخوا یی رسمي هرکلی وشو.
د ایران د اسلامي شورا مشر "محمد باقر قالیباف" او ورسره ملګري پلاوي ته د پاکستان د ملي پارلیمان د مشر "سردار ایاز صادق" او په اسلام آباد کې د ایران سفیر "رضا امیري مقدم" لخوا هرکلی وویل شو. د دې سفر په بهیر کې به قالیباف د پاکستان د پارلیمان له مشر او استازیو سره خبرې اترې وکړي. د پاکستان د لومړي وزیر په ګډون له لوړ پوړو سیاسي چارواکو سره لیدنې او مشورې هم د دې سفر په اجنډا کې شاملې دي. د پاکستان د کلتوري او اقتصادي مرکزونو په توګه د لاهور او کراچۍ دوو مهمو ښارونو ته سفر او د پاکستان له کلتوري، مذهبي مشرانو، سوداګرو اوتاجرانو سره لیدنه هم د اسلامي شورا د مشر د سفر په پروګرام کې شامله ده.