May 08, 2024 13:36 Asia/Kabul
  • د لوېدیځوالو د هژمونیک واک په له مینځه وړلو کې د ایران او روسیې همکاری

پارس تودی- له مینځني اسیا نه بیا تر لوېدیځه اسیا پورې او بیا له فارس خلیج نه بیا تر تورې بحیرې پورې، داسي ښکاري چي د مسکو او تهران برخلیک له یو بل سره تړلي دي.


ایران او روسیه د پراخو جامعو همکاریو هوکړه لیک امضا او عملي کېدو ته نژدې شوې چي د ۲۰ کلنو همکاریو تړون نومیږي او د دواړو هیوادونو د چارواکو په وېنا، دغه هوکړه په بشپړه کېدو ده.

د اوراسیا دغه دوه لوی قدرتونه په وروستیو لسیزو کې توانېدلې دي چي د  مهمو او استراتیژیکو سیمه ایزو او نړیوالو چارو په هکله ګډو ټکو ته ورسیږي. له مرکزي اسیا  نه بیا  تر لوېدیځې اسیا او له فارس خلیج نه بیا تر تورې بحیرې پورې، داسي ښکاري چي د مسکو او تهران برخلیک له یو بل سره تړلي دي.

په ۲۰۲۲ میلادي کال کې په اوکراین کې د جنګ له پیلېدو وروسته، د شوروي د مخکنیو غړو هیوادونو ماسېوا، پوټین د لومړي هیواد په توګه ایران ته سفر وکړ، دا ښودنه کوي چي مسکو نور په لوېدیځه کې د استراتېژیک ملګري  په لټه کې نه ده، او خپل ملګري د سیمې په ځواکمنو لوبغاړو کې لټوي لکه، ایران، امارات، عربستان او چین .

په دې خاطر داسي ښکاري چي د ایران او روسیې اوسنې اړیکې له پخوا نه توپیر لري.

روسیې او ایران په ایټمي سوله ایزو پروګرامونو کې د پرمختګ، د جنګي الوتکو، بې پیلوټو الوتکو، توغندیو او فضایي ټکنالوژیو او همداراز د سوداګریزو او ټرانزیتي کرېدورونو کې په ګډو همکاریو سره غواړې د لوېدیځوالو د اېدئولوژی په وړاندې ودریږي.

په سیمه کې د ایران ژئوپولټیک موقعیت او د عمان سمندر، کاسپین او  فارس خلیج سره د هغه د وصل کېدو ټکي هغه دلایلو نه دی چي د جغرافیایي له نظره، ایران د روسیې لپاره په زړه پورې کوي.

له یوې خوا د روسیې او هند تر مینځ د سوداګریو ارزښت له ۵۰ میلیارد ډالرو نه زیات شوی او دواړه هیوادونه ۴۰۰ میلیارد ډالرو ته د سوداګریو د کچې د زیاتولو اراده لري. لیکن د هند او روسیې تر مینځ ټرانزیټ او د انرژیو رسونه یوې پرامني لارې ته ضرورت لري. داسي ښکاري چي هم هند او هم مسکو ایران د خپل ټرانزیت لپاره یوه پرامنه لاره بولي.

ایران په عمومي توګه د یو ځانګړی موقعیت د درلودلو په خاطر، د نړیوالو مارکیټونو د وصل ټکی ګرځېدلی دی. په حقیقت کې له یو بل سره، د هند او د تورې بحیرې وصل کېدا د روسیې لپاره د بندیزونو د بچېدو په خاطر ، ډېر زیات اهمیت لري. دا اهمیت د بندیزونو او د جنګونو پر مهال له مخکې نه زیاتیږي.  مسکو د دغه کرېدو له لارې چي اصلي برخه یې په ایران کې ده، کولایشي له بندون حالت څخه ووځي او ګرمو اوبو ته لاره وموندي.

داسي ښکاري چي د تهران او مسکو امنیتي او فوځي همکاری د امریکا او د هغه د ملګرو لپاره په یوه ننګونه باندې په بدلېدو ده او په وروستیو کلونو کې امریکا د مسکو او تهران تر مینځ د همکاریو د خرابولو هڅه کړې ده.

د اوکراین د جنګ له پیلېدو سره  سم، لوېدیځ هیوادونه د تهران او مسکو تر مینځ د همکاریو له پراختیا نه سخته اندېښنه لري. ایران په ځلونو اعلان کړی چي په اوکراین باندې د روسیې په برید کې بې پلوه دی او له مسکو سره د مخکنیو فوځي همکاریو سره سره، په دغو نښتو کې هیڅ مداخله نه کوي او د جنګ د ختمېدو غوښتونکی دی.

د اروپا د سیاسي تحلیل په مرکز کې د روسیې د چارو شناند او د پوهنتون استاد امیل عودلیانی  په وېنا، په اوسني حالاتو کې د ایران او روسیې تر مینځ هوکړه د دواړو لورو لپاره ډېر زیات اهمیت لري ځکه چي د دغو دواړو قدرتونو همکاري اوراسیا پیاوړې کوي په داسي حال کې چي په نړۍ باندې د غربیانو په مشری واکمن نظم په بدلولو پسې دي.