May 18, 2024 12:06 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه 1403/02/29

د تهران چاپ جهان صنعت ورځپاڼې په خپله لومړۍ پاڼه کې په بحرین کې د عربي اتحادیې د مشرانو غونډې ته کتنه کړې ده او په منامې کې د عربو د شر او خېر تر عنوان لاندې یو مطلب خپور کړی دی.

ورځپاڼه لیکي چي په منامې کې د عربي اتحادیې د غړو هیوادونو د سرمشریزو غونډه په داسي حال کې تر سره شوه چي بیا ځلې د ایران د ځمکنۍ بشپړتیا په ضد د هغوی د شیطنت کتوونکي وو.

د ورځپاڼې له راپور سره سم، دغه غونډه د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش او د عربو هیوادونو د مشرانو په ګډون تر سره شوه چي په پای کې یې یوه اعلامیه صادره شوې ده، داسي یوه اعلامیه چي په کښې د ډیرو مسائلو په وړاندې دریځ نیونه شوې ده.

جهان صنعت زیاتوي چي په دغه غونډه کې ګډنوالو د غزې، په سور سمندر کې د یمن د انصارالله د غورځنګ د عملیاتونو او په فارس خلیج کې په درې ګونې ایراني ټاپوګانو د تهران د واکمنی په اړه خبرې اترې شوې دي.

دغه اعلامیه کې عربو هیوادونو غوښتنه کړې ده چي د فلسطین د دولت تر جوړېدو پورې نیواکې ټاټوبې د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو په واک کې ورکول شي، هغوی همداشان په سور سمندر کې د امریکا او د اسرائیل د رژیم د کښتیو په ضد د یمن د فوځي عملیات د بندېدو غوښتنه هم کړې وه.

ورځپاڼه زیاتوي چي عربو هیوادونو همداشان په فارس خلیج کګې په دریو ایراني ټاپوګانو باندې د امارات له خوا د مالکیت د ادعا په هکله د خبرو اترو غوښتونکي شوي دي، حال دا چي ایران په زغرده او په کراتو ویلې دي چي د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا په هکله هیڅ ډول مذاکرات نه مني. د ورځپاڼې په وېنا، دا یوه داسي مساله ده چي عربو هیوادونو په غلیمانه اهدافو او له غربیانو سره، په ملتیا د ایران په ضد مطرح کیږي چي یو ډول عربي دسیسه ده.

همکار  صاحب جهان صنعت خو په حقیقت سره د منامې په غونډه ښه لیکنه کړې ده، په داسي حال کې چي ایران د اسرائیل او امریکا او د هغوی د ملګرو په وړاندې ولاړ دی او په فلسطین، یمن او لبنان کې د حماس په شمول د مقاومتي ډلو ملاتړ کوي، عربو هیوادونو ته په کار نه وو چي د ایران د ځمکني بشپړتیا په ضد اعلامیه خپره کړې وای خیر که ستاسو خوښه وي لاړ به جوان ورځپاڼه وګورو چي په کومو مسائلو بحث کړی دی.

د تهران چاپ دغه ورځپاڼه هم په بیلابېلو مسائلو بحث کړی دی خو یو مطلب یې یو څه راته په زړه پورې ښکاره شو.

هغه دا چي د حماس د غورځنګ د پیاوړتیا په هکله یې د اسرائیل د رژیم د کابینې د یو استازی اعترافاتو ته انعکاس ورکړی دی.

جوان لیکي:  په غزې کې د اسرائیل د رژیم د هر اړخیز یرغل نه د ۲۲۵ ورځو په تیرېدو سره، د سیاسي چارو کارپوهان او څارونکې د حماس د غورځنګ په هکله د اسرائیل د رژیم له خوا بیانات تر پوښتنې لاندې راولي او هغه دروغ بولي په داسي حال کې چي نتانیاهو او د هغه کابینه د جنګ په دوام باندې ټینګار کوي.

ورځپاڼه زیاتوي چي په یوه ارزونه کې چي د وال اسټریت ژورنال له خوا تر سره شوې ده، اکثره امریکایي او د اسرائیل د رژیم چارواکې په دې باور دي چي نتانیاهو له ټاکل شوي اهدافو سره زیاته فاصله لري او په تر لاسه کولو کې کامیابه شوی نه دی.

ورځپاڼه زیاتوې چي د اسرائیل د رژیم د لیکود د ګوند استازی او د کابینې غړې امیت هالوی د دې رژیم څوارلسم خبري چېنل سره په مرکه کې ویلي چي د دې رژیم د ادعاګانو په خلاف د حماس د غورځنګ ټوله ۲۴ کنډکونه په خپل ځای پاتې دي او یو هم له مینځه تللی نه دی حال دا چي د دې رژیم د جنګ وزیر د حماس د غورځنګ د نیمایي برخې د له مینځه تلو ادعا کړې ده.

جوان ورځپاڼه همداشان د مطلب په دوام کې په شمالې سرحدې سیمو کې د لبنان د حزب الله د غورځنګ عملیاتونو په هکله د اسرائیل در ژیم د رسنیو راپورونو ته کتنه کړې ده چي ویلي دي چي د اکټوبر د اووهمې پېښې یعني طوفان الاقصی په څېر یوه بله پېښه په رامینځ ته کېدو ده، دا ځلې عملیات د حزب الله له خوا تر سره کیږي او د اسرائیل د رژیم تر واک لاندې د نیواکې ټاټوبو په شمال کې .

ورځپاڼه زیاتوي چي حزب الله غورځنګ په دې وروستیو ورځو کې د اسرائیل در ژیم د فوځي ځواکونو د قومندې په مرکزونو باندې ۲۸۰ توغندی توغولي دي او دا رژیم یې په شمالي سیمو کې له پښو غورځولی او د دوو لکو صهیونیستانو د بې ځایه کېدو لامل شوی دی.

 همکار صاحب د جوان ورځپاڼې دا شننه واقعا هم چي پر ځای دی، فکر کوم د اسرائیل د رژیم فوځ د امریکا او غربي هیوادونو د ملاتړ سره سره، د شمالي ښارونو د امنیت په تامینولو کې بې وسه شوي په دې خاطر دی چي صهیونیست ښارګی میشتو خپلو مینو ته له راستنېدو څخه ډډه کوي او دا په یوه لوی بحران باندې بدلېدونکی دی.

خیر که دې خوښه وي را به شو کیهان ورځپاڼې ته !!

د تهران چاپ دغه ورځپاڼه هم بیلابیلو مسائلو باندې بحث کړی او یو شمېر مهمو خبرونو ته یې انعکاس ورکړی دی چي لنډیز به یې له تاسو سره شریک کړو او بیا به لاړ د افغانستان مطبوعاتو ته

کیهان لیکي:

  • اوکراین په تور تم کې، کی یف د برېښنا د وارداتو په لټه کې
  • په نوې کالدونیا کې درې شپې بلواې، ۵ تنه وژل شوي، فرانسې استعمار ختمېدونکی دی
  • د مخدره مواد کشفېدا، خو دا ځلې د امریکې په سپینې ماڼۍ کې
  • سانډې ټایمز وایي چي په انګلیس کې ورځ تر بلې خلګ بې وزله کیږي خو لومړي وزیر ریشي سوناک ۱۲۰ میلیون پونډه لا شتمن شوی
  • په اوکراین کې د روانې جګې لګښتونه د جرمني د دفاع وزیر او صدراعظم تر مینځ لانجو سبب شوی دی.

وخت  نه شته نو ښه دی چي د افغانستان ورځپاڼو ته هم کتنه وکړو

لومړی به راشو باختر نیوز ته چي یې د افغانستان د برېښنا په هکله یوه تبصره خپره کړې ده.

د تبصرې عنوان دی: د نورو احتیاج؛ ایا افغانستان د برېښنا په برخه کې د ځان بسیاینې تکل لري؟

وړاندې باختر اژانس لیکي چي برېښنا د انسانانو د ژوند یوه مهمه اړتیا ده او دولتونه په دې فکر کوي، چې څنګه کولی شي د دغه مهم نعمت د تولید په برخه کې داسې اسانتیاوې رامنځته کړي چې لګښت یې کم او ګټه یې ډېره وي.

هو! دوی د لمریزې برېښنا د لویو سیستمونو د جوړلو په فکر کې دي او هند، چین او مصر هغه هېوادونه دي، چې په دغې برخه کې تر نورو مخکښ او میلیاردونه ډالر پانګونه یې کړې ده.

باختر نیوز زیاتوي: داسې هېوادونه شته، چې که د اوبو امکانات لري، نو هستوي برېښنا ته یې لاسرسی سخت دی او که هستوي برېښنا لري نو د اوبو او یا هم د بادي برېښنا په ارمان دي.

خو افغانستان بیا د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله داسې یو موقعیت لري، چې اوبه، باد، پرېمانه لمر، ډبرو سکاره، نفت او ان هستوي مواد لکه یورانیم هم لري او کولی شي له دغو ټولو امکاناتو څخه په استفادې د نړۍ په کچه تر ټولو ډېره برېښنا تولید کړي.

د تبصرې په دوام کې وړاندیز شوی او لیکوال زیاتوي چي اوس په کار ده، چې د اسلامي امارت له بیاځلې راتګ سره له ټینګ شوي امن څخه پوره ګټه پورته شي او لویو پروژو په ځانګړې توګه د برېښنا د تولید لپاره زمینه برابره شي.

برېښنا په ځانګړې توګه لمریزې هغې سره هېواد کې فابریکې فعالېږي، کرنه ښه کېږي او تر ټولو مهمه د بهرنیو له احتیاج څخه خلاصون راپه برخه کېږي او کله چې د کار زمینه برابره شي، نو ځوانان په وطن پاتې کېږي.

د دې ترڅنګ سیمه او په ځانګړې توګه سویلي اسیا کې ځینې هېوادونه شته، چې برېښنا ته جدي اړتیا لري او افغانستان کولی شي د یوې بریالۍ طرحې له مخې دغې اړتیا ته رسېدنه وکړي.

دغه راز ځینې بهرني پانګوال په خپلو هېوادونو کې د برېښنا د کمښت له امله نه شي کولی، پانګونه وکړي او د نورو داسې هېوادونو په لټه کې دي، چې هم امن ولري او د برېښنا پراخې سرچینې؛ نو په دې اساس افغانستان د دغه ډول پانګوالو لپاره یو ښه فرصت دی.

نو پکار ده، چې دغې برخه کې جدي کار وشي، ترڅو افغانستان د برېښنا د تولید په یو لوی نړیوال مرکز بدل شي.

را به شو اوس هم مسیر ورځپانې ته

ورځپاڼې په بامیان کې په بهرني سیلانیانو باندې د برید په هکله لیکنه کړې ده.

مسیر لیکي اروپایي ټولنې په بامیانو ولایت کې د دریو بهرنیو سیلانیانو او د هغوی د افغان ژباړونکي وژل کېدل په سختو ټکو غندلي دي.

ورځپاڼه لیکي: د دې ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ ادارې ویاندې نبیله مسرالي په یوې اعلامیې کې په سختو ټکو د دې کسانو د وژل کېدو غندلو تر څنګ د وژل شویو کسانو د کورنیو غړو سره خواخوږي ښودلې.

مسیر زیاتوي: د اروپایي ټولنې تر څنګ امریکا هم په بامیانو کې د دې کسانو په وژل کیدو خپګان ښودلی او په افغانستان کې د طالبانو  د  کورنیو چارو وزارت نه دي ویلي چې د بامیانو کې وژل شوي سیلانیان د کوم هېواد اتباع دي خو د هسپانیې حکومت د جمعې په ورځ په یوې اعلامیې کې ویلي چې وژل شوي کسان د هسپانیې اتباع وو.