Jun 24, 2024 13:58 Asia/Kabul
  • د نتانیاهو دولت په شتون کې نور اقتصادي امنیت نشته
    د نتانیاهو دولت په شتون کې نور اقتصادي امنیت نشته

پارس ټوډې - اسرائیلي سوداګرو د دې رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د کابینې د ړنګولو او له مودې وړاندې د پارلماني ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنه کړې ده.

د صهیونیسټي رژیم د ۲۰۰ سترو سوداګرو یوې ډلې، د نتانیاهو د لیرې کولو لپاره د هڅو هدف، له ژور اقتصادي بحران څخه د اسرائیلو ژغورل ښودلي دي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د اسرائیلو یوه مشهور سوداګر ایال والډمن (Eyal Waldman) په دې اړه وویل: اوسنۍ کابینه د اسرائیلو دښمنه ده او موږ باید د ټاکنو د وخت مخکې کولو لپاره هڅه وکړو.

د "والډمن" په وینا، اسرائیلي سوداګر هڅه کوي ترڅو د کنیسټ استازي چې په کابینه حضور لري، قانع کړي، چې د نتانیاهو دولت نسکور کړي.

پر غزې تړانګې د صهیونیسټي رژیم د یرغل له پیله له څه دپاسه آتو میاشتو په تیریدو سره، له کومې پایلې او لاسته راوړنې پرته، دغه رژیم ورځ تربلې له بهرني او کورني بحرانونو په تیره بیا، د بودجې له کمښت سره مخ دی .

صهیونیسټي رژیم په دې موده کې، له قتل عام، ورانۍ، جنګي جنایتونو، د نړیوالو قوانینو له خلاف ورزۍ، د مرستندویه موسسو له بمباریو او په دغه سیمه کې له قحطۍ او لوږې له زیاتولو پرته نور څه نه دي ترلاسه کړي.

له دې مخکې د صهیونیسټي رژیم د مالیې وزارت اعلان کړی وو چې د دغه رژیم د بودجې کمښت په دولسو (۱۲) میاشتو کې د ناخالصو تولیداتو په سلو کې اوه ته لوړ شوی دی.

همدارنګه، د صهیونیسټي رژیم د مالیاتو عواید د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې، ۴.۱ سلنه او په اپریل کې ۱۳.۱ سلنه کم شوي دي.

د صهیونیسټي رژیم د مالیې وزارت همدارنګه، په غزه کې د جنګ د اوسنیو لګښتونو په وجه، د ۲۰۲۵ کال لپاره د اته میلیارډ ډالرو د بودجې د کمښت وړاندوینه کړې ده.

صهیونیسټي رسنۍ «یروشلم پوسټ» هم د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ چې په غزه کې د جګړې له امله، د صهیونیسټي سیمو بزګرانو ته تر ټولو ستر اقتصادي زیان په ځانګړې توګه، د کرنې په برخه کې اوښتی دی.

په همدې حال کې، د صهیونیسټي ورځپانې « کالکالیست » هم لیکلي چې د صهیونیسټي رژیم د مالیې وزارت د لومړنیو احصائیو له مخې، په غزه کې جګړه به دغه رژیم لپاره، له ۲۰۰ میلیارډ شیکلونو (۵۱ میلیارډ ډالرو) څخه زیات لګښت ولري، چې د هغوی د ناخالص کورني محصول لس سلنو سره برابر دی.

کالکالیست په دوام کې، د غزې د جګړې د ۵۱ میلیاردو ډالرو لګښت په اړه د صهیونیسټي رژیم د مالیې وزارت وړاندوینه خوښوونکي یاده کړې ده.

د کارپوهانو په اند، د اسرائيلو غاصب رژيم، په راتلونکي کې له کومې لاسته راوړنې په پام کې پرته، دغه جګړه بايللې ده او  حتی له اتو مياشتو څخه د زياتې مودې په تيريدو سره هم نه دى توانيدلى، په يوه وړه سيمه کې چې کلونه کلونه تر محاصرې لاندې ده، د مقاومت ډلو ته ماتې ورکړي او په غزه کې د کړو ښکاره جنایتونو له امله، د نړیوالو عامه افکارو ملتیا له لاسه ورکړې ده.

د وروستیو راپورونو له مخې، د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکتوبر له اوومې نېټې پر غزې د صهیونیسټي رژیم د نویو حملو له پیل راهیسې تراوسه، څه دپاسه ۳۷ زره فلسطینیان شهیدان او له ۸۵ زرو څخه زیات نور ژوبل شوي دي.

اسرائیلي رژیم، په ۱۹۱۷ کال کې د برتانوي استعمار په طرحه او د فلسطین خاورې ته له مختلفو هېوادونو څخه د یهودانو د مهاجرت له لارې تاسیس او په ۱۹۴۸ کال کې یې شتون اعلان شو. له هغه وخت راهیسې د فلسطین د خلکو د نسل وژنې او د هغوی د ټولې ځمکې د ترلاسه کولو لپاره د ډله ایزې وژنې بېلابېل پلانونه ترسره شوي دي.

کلیدي کلمې: د غزې جګړه، د اسرائیلو جنایتونه، د اسرائیلو اقتصادي وضعیت، له نتانیاهو څخه کرکه، په اسرائیلو کې اقتصادي بحران

ټیګونه