Jun 27, 2024 12:01 Asia/Kabul
  • د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله پای لوبې ته له رسېدو پاتې شوه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۴ کال شل آوریز نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې، د ۹ ویکټو په توپیر سره له سویلي افریقا څخه ماتې وخوړه او پای لوبې ته له رسېدو پاتې شوه.

دغه سيالي نن سهار د افغانستان په وخت پنځه بجې پيل شوه او پچه هم افغان لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پرېکړه يې وکړه. په دې لوبه کې افغانستان په ۱۱م آور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او د سویلي افریقا ملي لوبډلې ته یې د ۵۷ منډو هدف وټاکه.

په دوام کې د سویلي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو ټاکل شوی هدف، په ۸ آورونو کې د یوه لوبغاړي په سوځېدو سره پوره کړ او لوبه یې وګټله.

د افغانستان د لوبډلې په لوبغاړو کې عظمت الله عمرزی وتوانېد چې لس منډې جوړې کړي، د دې سيالۍ نور توپ وهونکي هم له لسو څخه په کمو منډو له ميدان څخه بهر شول.په دې ماتې سره افغانستان له دې سیالیو بهر شو او د سویلي افریقا د کرکټ ملي لوبډله، پای لوبې ته لاره پیدا کړه.

تر دې لوبې مخکې افغانستان د بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړې او نیمه پایلوبې ته یې لاره موندلې وه. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په دې نړیوال جام کې په زړه پورې لوبې وکړې، چې له تصور څخه ډېر لوړ وو.

ټاکل شوې د هند او انګلستان لوبډلې په دویمه نیمه پایلوبه کې، نن د کابل پر وخت ماښام ۷ بجې له یوبل سره سیالي وکړي. د دې سیالۍ ګټونکې لوبډله به، د جون په ۲۹مه په پای لوبه کې د سویلي افریقا د کرکټ له ملي لوبډلې سره مخامخ شي.

دا لومړی ځل دی چې د سویلي افریقا لوبډله، د نړیوالو سیالیو وروستي پړاو ته لار پیدا کوي.

 

 

ټیګونه