د روسیې خلاف د امریکې د نیابتي جنګ دوام د نړیوال جنګ لامل کیږي
Jun 29, 2024 07:14 Asia/Kabul
پارس ټوډی- د شمالي کوریا یو پوځي چارواکي وویل: له یوکرین سره د امریکې د پوځي مرستو دوام د یو نوي نړیوال جنګ لامل کیدې شي.
پارس ټوډی د ایرنا له قوله لیکلي چې د شمالي کوریا د پوځ یو جګ پوړي چارواکي «پاک جونګ چون» وویل: روسیه په یوکرین کښې د هرډول غچ اخیستونکې حملې لپاره د انتخاب حق لري.
هغه زیاته کړه: د روسیې خلاف د نیابتي جنګ د دوام لپاره په یوکرین باندې د امریکې دباؤ د ماسکو د لامضبوط ځواب او د یو نوي نړیوال جنګ سبب کیدې شي.
د شمالي کوریا د دفاع وزیر مرستیال «کیم کانګ ایل» هم د کوریا ټوپو وزمې ته د امریکې د یوې جنګي بیړۍ لیږل د قدرت یوه خطرناکه ننداره ده او د پيونګ یانګ د نویو او د پام وړ دفاعي نندارۍ په لور ورونه خلاصوي.