Jun 30, 2024 06:14 Asia/Kabul
  • د کرکټ د نړیوال شل ‌آوریز جام په پایلوبه کې هند اتلولي وګټله

د کرکټ د نړیوال شل آوریز جام په پايلوبه کې هند وکولای شول چې سویلي افريقا ته په اوو منډو ماتې ورکړي او ۱۳ کاله وروسته يې د يوه نړیوال جام اتلولي وګټله.

د سویلي افريقا او هند تر منځ لوبه تېره شپه ترسره شوه چې هند پکې لومړی توپ وهنه وکړه او د سویلي افريقا لوبډلې ته يې د اوو لوبغاړو په سوځېدو د ۱۷۷ منډو هدف ورکړ.

د هند له لوري د هند مشهور لوبغاړي ويرات کوهلي تر ټولو ډېري ۷۶ منډې وکړې. د يادونې وړ ده چې نوموړي په دې ټورنمنټ کې ښې لوبې نه وې کړې او په دې نړیوال جام کې يې تر ټولو لوړې منډې همدا وې.

سویلي افريقا که څه هم خپله توپ وهنه ښه پيل نه کړه، خو د لوبې په منځ کې د هنيريک کلاسين د چټکې پنځوسيزې په مټ يې وکولای شول چې هدف ته ځان ډېر ور نژدې کړي، خو هندي تېزو توپ اچوونکو د لوبې په وروستيو شېبو کې د ويکيټو په اخيستلو سره، وکولای شول چې لوبه خپل لوري ته وګرځوي.

سویلي افريقا ته په وروستي آور کې ۱۶ منډې په کار وې، خو پوره يې نشوای کړل او دوه لوبغاړي يې هم وسوځېدل.

د يادونې وړ ده چې د ۲۰۲۲ ميلادي کال اتلې لوبډلې انګلستان ته هند په نيمه پایلوبه کې ماتې ورکړه او د ۲۰۲۴ کال اتلولي يې خپله کړه. تر دې وړاندې هند د نړیوال پنځوس اوریز جام پايلوبه اسټراليا ته بايللې وه.

ټیګونه