Jul 02, 2024 12:26 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټ رژيم په پوځ کې د خودکشۍ،نفسیاتي ناروغیو او د تښتې خوریدا

پارس ټو ډې – دغزې په  ضد د وحشي صهیونیسټي رژيم  د جنګ په اوږدیدا  او د مقاومتي چورلیز د مبارزانو  د بریالیتوبونو په دوام سره ، د جنایتکار رژیم په وحشي پوځ کې  د انساني ځ واک بحران  ورځ تربلې په زیاتیدا دی.

د اسرائيلو 12 ټيلیويژني چینل راپور ورکړی، د طوفان الاقصی  عملیاتو له پيل او همداراز د غزې په ضد  صهیونیسټي رژيم  دجنګ له پيلیدا څخه  یعني د تیر کال د اکتوبر له اومې نیټې راهسې تر دې دمه  ددغه رژیم د پوځ  کابو 900  میجرانو او  بریدمنانو  د  خپلې متقاعد کیدا غوښتې وړاندې کړي دي.

پارس ټوډې  د مهر له قوله راپور ورکړی، دغې صهیونیسټي سرچینې روښانه کړې ده ، په تیرو کلونو کې په ورته مودې کې  دغه احصائې،د میجرانو او بریدمنانو په سوئې کې  له سلو در یوسل شلو  کسانو پورې راپور شوي دي.

اسرائيلي رسندویو،د صهیونیسټي رژيم د ځينو سیاسی چارواکو له خوا د ددغه رژيم د پوځ    دبې اعتباره ښودلو او  د ځان د بې قدرئ په باب د صهیونیسټي پوځيانو احساس، داسرائیلو په پوځ کې د  بې مخینې بحران اوترینګلتیاؤ نور دلیلونه بللي دي.

په عین حال کې د صهیونیسټي پوځي چارو یو کارپوه  نیردووري  په دې باب وائي؛ په اوسنیو شرائطو کې یوه ترټولو سخته  او  مشکله چاره  داسرائیلو دپوځ په مهمو څوکیو کې د افسرانو ساتل دي .

له دې مخکې ،صهیونیسټي ؛یدیعوت آحارنوت ورځپاڼې هم پخپل یوه راپور کې وئيلي دي،د اسرائيلي  پوځ افسران له خپل پوځي خدمته تښتي او  په هغوي کې د وحشتناک  او بوږنونکي حده  دخودکشیو موردونه په زیاتیدا دي.

ددغه راپور په اساس، د تیر کال د اکتوبر په اومې نیټې  دغزې تړانګې په ضد د  جنګ  له پیلیدا راهسې ، نهه زره صهیونیسټي پوځیانو د نفسیاتي  درملنې  خدمات ترلاسه کړي دي او له هغوي په څلورو کې یوه برخه   جنګ ته بیرته نه دي تللي.

په عین حال کې ،  د صهیونیسټي  رژيم پخواني لومړی وزیر ایهود اولمرت  له حزب ا... سره د پراخ جنګ په باب خبرداری ورکړی او وئیلي ئې دي،  که حزب ا... خپل ټول توان وکاروي ، چې حتما به ئې   وکاروي ، اسرائیل به داسې  دردناک تاوانونه وزغمي  چې تر دې دمه ئې نه وی لیدلي.

 د لبنان حزب ا... په تیرو څو  میاشتو کې  په غزې تړانګې کې د صهیونیسټ رژیم په بوږنونکو  جنایتونو پسې ، د نیواکي ټاټوبو په شمال کې ددغه جنایتکار رژيم م ورچلې او پوځي مرکزونه  د  خپلو ډرونز او توغندیو په شیشت کې راوستي  دي؛یوه داسې موضوع چې په دغو سیمو کې  د صهیونیسټانو د ویرې او وحشت او د اسرائيلو د چټي او ډَډو او تَشو ګواښونوسبب شوي دي.

اسرائیلي رژیم  د ۲۰۲۳کال د اکتوبر له اومې نیټې څخه د لویدیځي هیوادونو په تیره بیا دامریاک په هراړخیزو ملاتړونو سره ،  په غزې تړانګې او د اردن په  لویدیځي  غاړې کې  د فلسطین د مظلومو او بې دفاع خ لکو په ضد  نوي پراخې وژلې پیل کړي دي. په غزې تړانګې د  وحشي صهیونیسټي رژیم  په څاروي ډوله حملو کې تر وروستیو پورې څه دپاسه ۳۷ زره فلسطنیان شهیدان او څه دپاسه ۸۶نور ټپیان شوي دي چې  زیاتره قربانیان ئې ښځې او ماشومان دي.

د اسرائيلی رژيم سپيره جوسه  له  ۱۹۱۷کال څخه  د فلسیطینیانو ټاټوبي ته د مختلفو هیوادونو د یهودیانو د مهاجرت له لارې  او د انګریز استعمار په پلانونې سره  راوپنځول شوه  او په ۱۹۴۸کال کې  ئې موجودیّت اعلان شو. له هغه وخته د فلسطینیانو د نسل وژنې  او د دوي د درست ټاټوبی د نیولو لپاره  مختلفې ډله ایزو وژلو پلانونې ترسره شوي دي.

د ايران د اسلامي جمهوريت په مشرۍ يو شمېر هېوادونه د اسرائيلو د استعماري رژيم د نسکوریدا او خپلو اصلي هېوادونو ته د يهودیانو د بیرته ستنیدا ، جدي ملاتړي دي.

Image Caption

 

ټیګونه