Jul 02, 2024 15:20 Asia/Kabul
  • خوشي شوی جاسوس
    خوشي شوی جاسوس

پارس‌تودی- په دې وروستیو کې د ګاردین په ورځپاڼه کې د سیامک نمازی Siamak Namazi په نامه سره یو یادښت خپور شوی دی چي په کښې هڅه شوې ده له جاسوسانو سره د مبارزې په ډګر کې د ایران د اقداماتو او د غربي جاسوسانو ټینګېده، غیرانساني وبرېښوي او غندنه یې وکړي.

«سیامک نمازی» په دغه یادښت چي عنوان یې دی: (ما د ایران له ټولو بدنامه اوین زندان کې بند تېر کړی)  سوېډن څنګه کولایشي خپل ښاریز هلته پرېږدوي چي مړ شي. هغه  په دې خبرې سره خپل یادښت پیل کړی دی څو په دې توګه په ایران کې د سوېډنی ایرانی ښاریز احمدرضا جلالی په حالاتو خپله اندېښنه څرګنده کړي او د غربي رسنیو په چل ول سره، د امریکا او د اسرائیل د رژیم د نظر وړ ایران وېرونې ته  لمنه ووهي.  

د پارس تودې په دغه راپور کې د سیامک نمازې په یادښت کې ځینې پټ شوې حقیقتونه او د هغه یو شمېر بې بنیاده ادعاوې څېړو.

په ۱۳۹۴ لمریز کال کې ایراني امریکایي ښاریز سیامک نمازی په ایران کې له دښمنانو سره، د ملګرتیا په جرم ونیول شو. هغه یو هغو پنځو امریکایي جاسوسانو څخه وو چي تېر کال د امریکا او د ایران د اسلامي جمهوریت تر مینځ د مبادلې د هوکړې په جریان کې له بنده خوشي شو.

«سیامک نمازی» په دغه یادښت کې د ایرانی ښاریز حمید نوري د خوشې کېدو په بدله کې د دوو سوېډڼي جاسوسانو د خوشې کېدو د مسالې په مطرحولو سره په ، کوښښ کوي د غربي جاسوسانو په خلاف دا یران د اسلامي جمهوریت د خپلواکه قضایي قوې فیصلې غیرانساني وبرېښودي. د یادونې ده چي حمید نوری له کوم جرم پرته د منافقینو او د ترهګرو په چټي تورونو سره، په سوېډن کې نیول شوي او بندي شوی وو.

هغه په خپل یادښت کې د لوستونکی د احساساتو په لمسولو سره، د دغو جاسوسانو او د مجاهدین خلق د ترهګرې ډلې د جنایاتو د تطهیر په لټه کې دی.

سیامک نمازی د خپل یادښت په یوه برخه کې داسي لیکي:  زه پخوانی یرغمل شوی کس یم، ما اته کاله د ایران په اوین زندان کې بند او زیاتی وزغمل.

هغه په دوام کې د منافقینو د ترهګرې ډلې لپاره چي د ۱۷ زرو زندانیانو د وژل کېدو مسئولین دي، د مخالفې ډلې عنوان کاروي پرته له دې چي د هغوی جنایاتو ته کومه اشاره وکړي.

د یوه ایرانی ماشوم انځور چي په ۱۳۶۰ لمریز کال کې د مجاهدین خلق د ترهګرو له خوا زخمی شوی

 

نمازی همداشان په خپل یادښت کې هڅه کوي داسي یو احساس لوستونکی ته ورکړي چي ایران بې ګناه بهرني سیلانیان نیسي او په دې کار سره غربي هیوادونه مجبوره کوي چي جنایتکاران خوشي کړي. دا ښکاره دروغ په داسي حال کې ده چي هر کال په لسګونه زره لوېدیځوال په ډېر اسانۍ سره ایران ته سفر کوي او د ایران له تاریخي او طبیعي سیمو څخه کتنه کوي.

همدارنګه د نړیوال ټوریزم د سازمان له راپور سره سم، د تېر میلادي کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې له ۵ میلیونه او دوه لکه اته دیرش زره زیات سیلانیان، ایران ته ورغلي دي.

 دلته غواړو د پولندۍ توریسته او سفرنامه لیکونکې کامیلاناپورا لیکنې ته اشاره وکړو چي په خپله ویب پاڼه کې ایران ته د خپلې تجروبې په هکله خپره کړې ده، هغې وایي: ایرانیان مېلمه پال او مینه ناک دي او یوه شېبه مې هم هلته داسي احساس نه وکړ چي هغوی د سیلانیانو له حضوره ناخوښه وي، بلکې هغوی له سیلانیانو سره ښه احساس او چلند کوي. ما په نورو هیوادونو کې هم ورته تجروبې درلودلې دي، لکه نوزیلنډ او جورجیا، لیکن ایران له ټولو نه غوره ځای دی چي په کښې له ټولو نه زیاته میلمه پاله خلګ حضور لري. خلګو به مېلمستیاوې را ته کولې او ډوډۍ ته به یې وروغوښتمه، رسټورانونو او ځایي خلګو ایرانۍ ډوډۍ راباندې خوړلې، څو خوند یې وڅکم. داسي یوه تجروبه چي هیڅکله به یې هېره نه کړم.

نمازی په خپل یادښت کې له ایران سره د بندیانو د تبادلې په بهیر کې د سوېډن د حکومت په کړچار باندې په نیوکې سره، چي په ترڅ کې یې د یوهان فلودروس او سعید عزیزي په نامه دوه سوېدڼي جاسوسان خوشي شول، د احمدرضا جلالي د خوشي کولول پاره د استکهلم پرېکړه بې ضمېرتوب وبلل.

د ویلو ده چي جلالي د صهیونیستي رژیم د استخباراتې ادارې موساد له مهمو مامورانو څخه وو چي د ایران د اسلامي جمهوریت د امنیتي ځواکونو له خوا کشف او ونیول شو، د جلالي د اعترافاتو په اساس، له هغه څخه د موساد یو له ټولو مهمه غوښتنه، د ایران د ایټمي صنعت د ساینس پوهانو په هکله د معلوماتو راغونډول وو.

البته سیامک نمازي هم په ایران کې له نیول کېدو مخکې، په امریکا کې د خپلې استوګنې پر مهال د امریکا د ملي دفاع له پوهنتون سره، چي د پنتاګون استخباراتي او علمي ارګان بلل کیږي، همکاري کول او د دې ارګان په پټو ناستو کې ګډون کول. نمازی همداشان د اسرائیل د ملي امنیت د مطالعاتو په موسسه کې چي مرکز یې په تل ابیب کې و، د ایران په ضد کار کول. د مثال په توګه  هغه د ۱۳۹۲ لمریز کال د حمل د میاشتې په ۲۲ د ایران له ولسمشریزو ټاکنو دوې میاشتې وروسته، د تل ابیب د ملی امنیت د مطالعاتو د موسسې په غونډه کې ګډون کړې وه او په ایران کې یې د بلواو د رامینځته کولو لارې چارې ارزولې وې.