Jul 02, 2024 14:30 Asia/Kabul
  • د مقاومت میرمن.رول لوبونکي راویانې،د لویدیځي رسندویو سترګوپټول

مقاومت کونکي باید راویان وي  یا روایت شي  او په دې مینځو میان کې  د مقاومت میرمنې  دغوروایتونو ته په  عینیّت بخښلو کې ډیر رول لري .

پارس ټوډې  راپور ورکړی،د د ؛میرمنو په روایت کې جهاد؛ نومې لومړنی سمینار  د 25بهرنیو میلمنو سره یو ځاي کابو 900 فعالو رسندويي، مذهبی ، کلتوري او سیاسی میرمنو  په شتون سره  او د  ،روایت ګرئ، تل پاتې رسندوئې  او له کربلا تر قدسه  دمقاومت میرمنو ؛ په موضوع سره  د دوشنبې په ورځې  د تهران  د ریډیو او ټيلییویژن د ادارې (صدا وسیما) د غونډو په حال کې  ترسره شو.

په دغې غونډې کې د پوهنتون او حوزې یوه استاد حجةالاسلام  محسن قنبریان ووئيل، هر یوایت په یوه روایت مشتمل دی  او که سم ونه وینو ،نو  په سمه روایت نه شو کولی:

قنبریان همداراز  دعاشورا واقعې  او دمقاومت د میرمنو د اوسوې  په عنوان سره  دحضرت زینب سلام الله علیها بې بدیله رول  ته په اشارې سره  ووئيل؛ دهغې بزرګوارې روایت ،یو داسې روایت دی چې  د  د یوه ملت  ویدۀ وجدان ویښ کړ او هغه ئې له خ پل اصل ته بیرته وګرځوۀ او دا  د روایت یوه سمه نمونه ده::

هغه په سیمې کې په تیره بیا  دفلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس  د مقاومتي ځواک پر لوړې توانمنیو باندې په ټينګار سره ووئيل،  نن سبا په غزې کې درست خلک ددې لپاره چې ننګ او پیغور ونه مني، کلک دریدلي او مقاومت کوي.

د حوزې او  پوهنتون دغه استاد،د کلتوري او اقتصادي حوزو پشمول په نورو حوزو کې  هم مهم وبالۀ او زیاته ئې کړه ،د خدای بخښلی ولسمشر شهید ابراهیم رئیسي  هڅې لامل شوي څو  د مقاومتي اقتصاد په حوزې کې،وتوانید د شانګهائي موسیسې  او بریکس ډلې دایمي غړی شي او مونږ ددې شاهدان یوو چې له لویدیځه ختیځ ته  اقتصادي قدرت د پراختیا او  منتقلیدا په حال کې دی .

په دغه سمینار کې همداراز د ایران ددیني پلاؤ او ډلو ټپلو  د ادارې مشر حجةالاسلام مجید باباخاني  پخپلې وینا کې ووئیل، د ایران په کلتوری فضا کې یو نوی نظر ، د کلتور  د حوزې په مخکښ کیدا کې د ممتازو میرمنو رول  لازیات مشخص  کیږي.

هغه دغه راز د میرمنو د یوه لوي کلتوري حرکت  د رامینځةکولو  په لړ کې  ددغه شان سمینارونو دترسره کیدا په ضرورت هم ټينګار وکړ.   

په همدې لړ کې د  کلتوري  انقلاب د لوړې شورا غړي حسن رحیم پور ازغندي  هم حضرت زینب کبری سلام الله علیها  د  دمیرمنو د جهاد  استاذه او د ترټولو سخت موقعیّت په ترټولو ښه بریالیتوب  دبدلولو اتله وبلله  چې  د هغې بزرګوارې په پيروئ سره  د دین سم تبلیغ  کیدلی شي.

 د  ایران د اسلامی جمهوریت د ریډیو او ټيلیویژن  د ادارې صدا وسیما مشر  پیمان جبلی  هم په دغه سمینار کې پخپلې وینا کې  له تاریخي پلوه د  مقاومت روایت ګري، د مقاومت په حوزې او جغرافیې کې  دیوه یوه وګړي په وسیله  ډيره  ارزښتمنه وبلله .

جبلي  په غزې کې د اسرائیلي جنایتکارو وحشي ډوله جنایتونو ته په اشارې سره  ووئیل،  د فلسطین اوسنی مقاومت د سید الشهدا علیه  السلام   او دهغه د و فاداردو ملګرو په باب د روایت ګرئ یوه نتیجه ده.

د ایران  صدا وسیما مشر همداراز زیاته کړه ،  دغه  روایتونه دي چې د فلسطین د مظلومو لس په ضد ئې د اسرائيلو جنایتونو داستان ژوندی ساتلی دی.

حجةالاسلام  علیرضا پناهیان ، ددغه سمینار یو بل وینا وال ؤ، هغه پخپې وینا کې  د حضرت خدیحةالکبرا(س) حضرت فاطمةالزهرا(س)، حضرت زینب الکبری(س)، حضرت بی بی معصومه(س) پشمول د اسلام په مختلفو پړاؤنو کې د مقاومت د میرمنو دنامو په اخستو سره  دمقاومت په حوزې کې د میرمنو رول  او د هغوي روایت ډير مهم وبالۀ.

   مداحي، سرود، شعر لوستنې ، او د مقاومت په حوزې کې  غوره میرمنو ته د جایزو ډالۍ کول د ؛ میرمنو د  روایت  جهاد ؛ نومې لومړني سمینار  نور پروګرامونه وو.  

 

ټیګونه