عراقچي امریکایانو ته: شرافتمندانه ډیپلماسۍ ته مخه کړئ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له تهران سره د مذاکرې په هکله د امنیت شورا په غونډه کښې د امریکې د استازې د څرګندونو په ځواب کښې وویل: دا مذاکره نه ده بلکې ډیکټی ده، معناداره مذاکره خو لا لرې خبره ده.
د امریکې استازې وړمه ورځ د ملګرو ملتو د امنیت شورا په غونډه کښې په ایران باندې د بندیزونو د ختمولو په مذاکراتو کښې د رامینځته شوي بندون د وجوهاتو په هکله د بې بنیاده ادعاو په تکرارولو سره ویلي وو: امریکا لاهم له ایران سره رسمي خبرواترو ته تیاره ده خو یوازې په هغه صورت کښې چې تهران نیغ په نغه او معنادارو خبرواترو ته غاړه کښیږدي». هغه په ملګرو ملتو کښې د ایران استازي ته وویل: «تاسو په ځاې د دې چې د ډیپلماسۍ لاس ونیسئ، لاهم په اور کښې لاس ورکوئ، له اوره لرې شئ او د ولسمشر ټرمپ د ډیپلماسۍ لاس ومنئ. هغه ستاسو په لور لاس دراوږد کړی دی».
د پارس ټوډی د خبر له مخې د ایران د اسالمي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له ایران سره د مذاکرې لپاره د د لویدیځې آسیا لپاره د امریکې د ځانګړي استازي د مرستیال مورګن اورټګاس دغو خبرو ته غبرګون وښوده.
ښاغلي عراقچي پرون په خپله ایکس پاڼه ولیکل: له ډیپلماسۍ د امریکې نوی تعریف دا دی چې «مونږ معنادارې مذاکرې ته چمتو یو خو په نړیواله توګه په رسمیت پیژندل شوي خپل حقوق مو هیر کړئ».
د ایران خارجه وزیر ټنیګار وکړ: «دا ډیکټی کول دي نه مذاکره، معناداره مذاکره خو لا پریږده».
هغه په دوام کښې ولیکل: دنیا ګواه ده چې مونږ خبرې اترې کولې او امریکې فیصله وکړه چې زمونږ په خلکو بمبارۍ وکړي او ډیپلماسي دړې وړې کړي. او مونږ هم، هغه کار وکړ چې تل یې کوو: کومو کسانو چې پر مونږ حمله وکړه، ومو څپل او په خپلو کړو مو ستومانه او پښیمانه کړل.
ښاغلي عراقچي ټینګار وکړ چې د ډیپلماسۍ لپاره لاس اوږدول په دې معنا نه دي چې بمبار الوتکې راولیږې او بیا په ډیر ویاړ سره د هغو ناکامي، کامیابي وښایې!
د ایران خارجه وزیر امریکایانو ته سپارښتنه وکړه چې د نړیوالو د غولولو د کوشش پرځاې، حقیقي او شرافتمندانه ډیپلماسي غوره کړي.