الجزیره ټيلیویژني چینل؛اسرائیل ونه توانېدل، ایران له معادلې وباسي
-
د ایران د پوځي قدرت ننداره
پارسټوډي – د الجزیره ټیلویژني چینل د مطالعاتو مرکز ووئیل،چې صهیونیستي رژیم، سره له دې چې په یو وخت کې ئې څو پوځي جبهې پرانیستې، نه یوازې دا چې دوامداره برلاسي ته ونه رسېد، بلکې په خپل اساسي هدف کې چې ایران د یوه سیمهییز ځواک په توګه له مینځه یوسي هم پاتې راغی، او تر پخوا زیات د سیاسي انزوا پر لور ولاړ.
د پارسټوډي د راپور له مخې، د الجزیره ټیلیویژني چینل د مطالعاتو مرکز د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې نیټې وروسته د شخړو د پایلو په اړه په یوه سټراټیژیک تحلیل کې لیکلي: د «طوفان الاقصی» له عملیاتو وروسته، اسرائیلي رژیم هڅه وکړه چې د جګړې لمن له غزې څخه لبنان، یمن، سوریې او آن تر دې چې ایران ته وغځوي، څو د سیمې د ځواک توازن د ځان په ګټه بیا منظم کړي؛ دا هغه سټراټیژي وه چې بنیامین نتانیاهو ورته د «مینځني ختیځ بدلول» نوم ورکاوه؛ خو د تلابیب لاسته راوړنې یوازې د دښمنانو تر موقتي کمزورۍ پورې محدودې پاتې شوې او په یوه دوامداره سټراټیژیک برلاسي بدلې نه شوې.
راپور زیاتوي: د غزې جګړې نه یوازې د اسرائیلي رژیم مخه نیونکي سسټمونه بېرته راژوندۍ نه کړل، بلکې د دغه رژیم ژورې امنیتي کمزورۍ ئې هم بربنډې کړې. سره له پراخې ویجاړۍ او انساني غمیزې، اسرائیلي رژیم ونه توانېد چې حماس غورځنګ په بشپړه توګه مات کړي او یا د غزې تړانګې هر اړخیز کنټرول په لاس کې واخلي، او د فلسطین مقاومت لا هم د دې معادلې اصلي لوبغاړی پاتې شوی دی.
الجزیره د نورو جبهو په اړه هم لیکي: په لبنان او یمن کې هم، که څه هم حزبا.... او انصارا......زیانونه ولیدل، خو د بیا رغونې وړتیا، ټولنیز ملاتړ او د سیمې په کچه د خپل رول د دوام ظرفیت ئې وساته. دغه وضعیت وښودله چې د زیاتره پوځي دباؤ سیاست د تلابیب غوښتل شوې مخه نیونکي تمه نه ده پوره کړې
د راپور په یوې مهمې برخې کې ټینګار شوی چې اسرائیلي رژیم له جګړې د ایران پر ضد د ګوزار لپاره استفاده وکړه، خو سره له دې چې په ۲۰۲۵ کال کې پر ایران مستقیم او غیر مستقیم بریدونه وشول، خو ایران وتوانېد چې خپله سټراټیژیکه پوهه، مهم ظرفیتونه او سیمهییز دریځ وساتي. د الجزیرې په باور، دغې َډغَرې که څه هم ځینې کمزورۍ څرګندې کړې، خو د سیمې د ځواک له معادلو څخه د ایران د حذف کېدو سبب ونه ګرځېده.