افغانستان تاجکستان ته صنعتي ماشینونه صادروي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i168818-افغانستان_تاجکستان_ته_صنعتي_ماشینونه_صادروي
په اول ځل له هرات څخه د سمنټو او جپسم په برخه کې استعمالیدونکي صنعتي ماشینونه تاجکستان ته صادر شول.
(last modified 2025-12-24T21:46:08+00:00 )
Dec 25, 2025 01:51 Asia/Kabul
  • افغانستان تاجکستان ته صنعتي ماشینونه صادروي

په اول ځل له هرات څخه د سمنټو او جپسم په برخه کې استعمالیدونکي صنعتي ماشینونه تاجکستان ته صادر شول.

فارس لیکلي دي: د افغانستان خبري سرچینو اعلان وکړ چې په اول ځل د 23 ملیون افغانیو څخه ډیر ارزښت لرونکي صنعتي ماشینونه له هرات څخه تاجکستان ته صادر شول.

د جپسم او سمنټو په فابریکو کښې د کارول کیدونکو ماشینونو او صنعتي وسایلو یو بار د صنعت او سوداګرۍ د مرستیال وزیر، د هرات ولایت سیمه ایزو چارواکو او صنعتکارانو په شتون کې تاجکستان ته صادر شو.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ مرستیال وزیر تاجکستان ته د دې بار د صادرولو  په هرکلي سره وویل چې کابل د صنعتکارانو لپاره د پانګونې اړینې اسانتیاوې برابر کړې دي او نن سبا د کورنیو محصولاتو د صادراتو ارزښت دوه ملیارد ډالرو ته رسیدلی دی.

د صادراتو د قرارداد ټول ارزښت 80 ملیون 400 زره افغانۍ دی، او په لومړي پړاو کې، د 23 ملیون 450 زره افغانیو په ارزښت د دې وسایلو بار  صادریږي.