د کرسمس په ورځ افغان کډوالو ته د ټرمپ ترخه ډالۍ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i168814-د_کرسمس_په_ورځ_افغان_کډوالو_ته_د_ټرمپ_ترخه_ډالۍ
په امریکا کې د افغان کډوالو د ملاتړ سازمان اعلان وکړ چې د دې هیواد د کډوالۍ څانګې له کډوالو څخه غوښتي چې د کرسمس په ورځ د کډوالۍ دفتر ته حاضر شي.
(last modified 2025-12-24T21:17:39+00:00 )
Dec 25, 2025 01:40 Asia/Kabul
  •  د کرسمس په ورځ افغان کډوالو ته د ټرمپ ترخه ډالۍ

په امریکا کې د افغان کډوالو د ملاتړ سازمان اعلان وکړ چې د دې هیواد د کډوالۍ څانګې له کډوالو څخه غوښتي چې د کرسمس په ورځ د کډوالۍ دفتر ته حاضر شي.

د افغانستان د فارس خبري اژانس د خبر له مخې، د افغان کډوالو ملاتړ کوونکې اداره، افغان IWC، وايي چې افغان کډوالو داسې لیکونه ترلاسه کړي چې له دوی څخه یې غوښتي دي، د کرسمس په ورځ د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د پلي کولو (ICE) دفترونو ته حاضر شي.

دغه سازمان په X کې لیکلي چې په لیکونو کې د غونډې نیټه د دسمبر ۲۵مه یاده شوې او د مراجعې دلیل یې "پلان شوی راپور ورکول" و.

د افغان ایوک مشر شان وانډیور دا اقدام د اندیښنې وړ وباله او ویې ویل چې د رخصتیو په جریان کې، وکیلانو او قانوني سرچینو ته لاسرسی محدود وي او فډرالي محکمې هم تړلې وي.

د راپورونو له مخې، دا اقدام له افغانستان څخه د قانوني کډوالۍ په وړاندې د ټرمپ حکومت د پالیسۍ د شدت یوه برخه ده.