Jul 02, 2024 14:49 Asia/Kabul
  • کنعاني  په غزې تړانګې کښې د صهیونیسټانو د جنایتونو په وړاندې د نړیوالې ټولنې چوپتیا له انسانیته لیرې وبلله

کنعاني چافي د فلسطین او د غزې د تړانګې د اوسیدونکو په پیکر دردونه او کړاوونه د نه منلو وړ وبلل او ویې ویل د غزې په تړانګه کښې د وحشتناکو جنایتونو په دوام کښې د امریکا او نورو ملاتړو مسئولیت له صیهونیسټ رژیم کم نه دی.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند "ناصر کنعاني چافي" په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټانو له خوا ترسره شوي ختمیدونکیو  جنایتونو ته په اشارې سره د «په ټولنیزه شبکه کې لیکلي دي چې د دغو ټولو جنایتونو او څاروی توب  په وړاندې چوپتیا او بې  پامۍ  له انساني او اخلاقي مسؤلیت لیرې دی او د انساني وجدان په محکمه کې او د خدای په محکمه کې رد او محکومه ده .

 کنعاني چافي د فلسطین او د غزې د تړانګې د  اوسیدونکو په پیکر  دردونه او کړاوونه د نه منلو وړ وبلل او ویې ویل د غزې په تړانګه کښې د وحشتناکو جنایتونو په دوام کښې د امریکا او نورو ملاتړو مسئولیت له صیهونیسټ  رژیم کم نه دی.

د غزې په تړانګه کښې له جنګ څخه ٢٧٠ ورځې تېرې شوې دي او صهيونېسټ رژيم په دغې تړانګې باندې خپلو حملو ته زور ورکړے دے.

دصهیونیسټ رژیم جنګی الوتکو نن سهار د غزې تړانګې په جنوب کښې د رفح او خان ​​یونس په ښارونو بمباری وکړه .

 

ټیګونه