Jul 01, 2024 05:31 Asia/Kabul
  • له پاکستانه ۸۵۰ زره نور افغان کډوال د ایستلو له خطر سره مخامخ دي

شاوخوا اته نیم لکه افغان کډوال د پاکستان له خوا د کډوالو د ایستلو د دویم پړاو په پیلېدو د اخراج له خطر سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري اندېښمنه ده چې ممکن زرګونه له خطر سره مخامخ افغان کډوال هم په دې ډله کې بېرته خپل هېواد ته ستانه کړای شي.

د پاکستان د حکومت له خوا د جون تر دېرشمې افغان کډوالو ته ورکړل شوی مهلت پای ته رسېدلی.

د پاکستان حکومت د اپرېل په لومړیو کې ویلي وو چې د جون تر دېرشمې د ثبت شویو افغانانو او د افغان اتباعو کارت لرونکي کډوال په زور نه باسي.

شاوخوا ۲۲زره افغان کډوال یواځې په جون میاشت کې افغانستان ته ستانه کړای شوي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو په لومړي پړاو کې تر دې دمه ۶۳۹زره افغانان له خپلې خاورې ایستلي. په دې ډله کې نږدې ۱۵۰ زره کسان یواځې سږ کال اخراج شوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د پاکستان څانګې مشرې فیلیپا کاندلر ویلي د پاکستان حکومت باید د افغان کډوالو پر وړاندې له نرمښت څخه کار واخلي، ځکه هغوی له خپل هېواده را تښتېدلې او د خوندیتوب په لټه کې دي.

د پاکستان حکومت په وروستیو کې هلته په ګڼو بریدونو کې افغان اتباع ښکېل بللي هغه ادعا چې د طالبانو حکومت په کلکه رد کړې.

ټیګونه