Jul 02, 2024 12:18 Asia/Kabul
  • پزشکیان و جلیلی
    پزشکیان و جلیلی

پارس‌تودی- «مسعود پزشکیان» او «سعید جلیلی» د ایران د اسلامي جمهوریت د څوارلسم ولسمشریزو ټاکنو د دوهم پړاو په لومړي مناظرې کې د سیاسي او فرهنګي موضوعاتو پورې اړوند خپل نظرونه بیان کړي دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشریزو ټاکنو څوارلسم پړاو د څلورو نوماندانو  په ګډون او د خلګو په پراخ هرکلی سره، د ۱۴۰۳ لمریز کال د چنګاښ د میاشتې په اتمه نېټه تر سره شوه، او په څلورو ګډون کوونکو نوماندانو کې مسعود پزشکیان او سعید جلیلي د اکثریت رایو په تر لاسه کولو سره، د ولسمشریزو ټاکنو دوهم پړاو ته لاره پیدا کړه.

د مسعود پزشکیان او سعید جلیلي تر مینځ لومړۍ ټاکنیزه مناظره، تېره شپه د ایران د ملی راډیو ټلویزون د لومړۍ شبکې له خوا په ژوندي بڼه خپره شوه.

د پارس تودې په ننۍ مطلب کې به د دغې مناظرې متن او حاشیې وڅېړو.

 د متن په باب کې:

مسعود پزشکیان په دغه ټاکنیزه مناظره کې وویل: په مدیریت کې درې اصول موجود دي، لومړی دا چي مدیر څوک دی او دوهم دا چي څنګه باید کار وکړي او دریم بیا د خپلو کارونو په وړاندې د ځواب ویلو اصل دی.

د مدیریت هنر دا دی چي انسان وکولایشي د دې لپاره چي ټاکل شوې هدف ته ورسیږي، مختلفې ځایناستې لارې چارې په نظر کې ولري یعني ووایي چي دا کار په دې طریقې سره کوم او که نه وشو بیا به لاره چاره ورته بدله کړم. هرڅومره چي مونږ مختلفې لارې چارې ولرو هغومره زمونږ د بریا امکانات به زیات شي.

پزشکیان زیاته کړه: زما لپاره د بهرني سیاست مفهوم، یعني په صداقت او واقعیت پال نظر سره، د ګواښونو او کړکېچونو تشخیص. بهرني سیاست یعني، همکاري، تعامل، ملرګتیا، د ملي ګټو تامینول او د ایران له پرتمین تمدن څخه الهام اخیستنه. زما بهرنی سیاست د خلګو د هوساینې لپاره دی او په هیواد کې د راتلونکو نسلونو د پاته کېدو لپاره انګېزې، اقتصادي ودې،  پرمختګ او په ژوندانه کې نفسیاتي ارامښت او ثبات ته توجه کوي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشریزو ټاکنو دغه نوماند جوته کړه: د اسلامي انقلاب د معظم رهبر او امام خمینی ره سیاستونه  په شرق او په غرب پورې تړلې نه دي، رهبر فرمایلی دی چي مونږ د مصلحت، حکمت او عزت له مخې کار کوو. هر چیرته چي زمونو عزت خوندي شي او ګټه مو تامین شي، ځو خبرې اترې کوو.

د ټاکنو بل نوماند سعید جلیلي هم په دغه مناظره کې وویل: په ایران کې د ټاکنو له نژدې کېدو سره، ټوله دنیا د ایران ننداره کوله او د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو په تمه کې وه، ځکه چي د ټاکنو پایلې وار له مخکې پلان شوې نه دي، دا خلګ وه چي په خپلو رایو سره، فیصله وکړه، بیا ځلې به په راتلونکې جمعه کې د ایران خلګ پرېکړه وکړي چي څوک باید ولسمشر شي.

د ایران د ولسمشریزو ټاکنو دغه نوماند دې ته په اشارې سره چي هغه ځواک، پرمختګ او بریا چي نن موجود دي، د خلګو د ګډون پایلې دې، وویل: د هیواد د چارو په مدیریت کې په مختلفو ډګرونو یعني په اقتصادي، فرهنګي او سیاسي برخو کې د خلګو د کارنده او جدي ګډون ته توجه زما د حکومت په پلانونو کې به  له ټولو مهم پلان وي.

د سعید جلیلی د حکومت شعار دی: (یوه نړۍ فرصتونه، یو ایران وده، د هر یو ایرانی پرتمین رول). هغه دغه شعار ته په اشارې سره، وویل: هر یو ایرانی باید دا احساس وکړي چي د خپل استعداد سره په تناسب کې رول لوبوي دا هغه کردار دی چي راتلونکی حکومت به یې عملي کړي.

د مناظرې اړوند معلومات

د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشریزو ټاکنو د دوهم پړاو لومړنۍ مناظره د ایران د اسلامي جمهوریت په ملې ترانې او د قران شریف په نورانی تلاوت سره پیله شوه.

د دې مناظرې له ټولو په زړه پورې برخه د دواړو نوماندانو خپلمنځې خبرې اترې وي چي په کښې د یو بل پوښتنو ته د ځواب ویلو لپاره هلې ځلې کېدې.

 

پزشکیان غوښتل چي د نهج البلاغې یوه برخې باندې استدلال وکړي خو له یاده یې ووتی چي په دغه وخت کې سعید جلیلی ورسره مرسته وکړه او ور په یاد یې کړ، دا هم یو جالب ټکی وو،

په دغه مناظره کې دواړو نوماندانو له بې ځایه تور وهنو او ناوړه اخلاق او چلند نه په ډډه کولوس ره، په ډېر ادب سره، بحث وکړل او په پای کې یې یو بل په غېږ کې ونیول.

د یادونې وړ ده چي د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشریزو ټاکنو دوهم پړاو به په راتلونکې جمعه یعني د چنګاش په ۱۵ نیټه کې تر سره شي.