Jul 02, 2024 11:44 Asia/Kabul
  • د امریکا د پولیسو له خوا وژل شوی بې ګناه زلمی
    د امریکا د پولیسو له خوا وژل شوی بې ګناه زلمی

پارس تودی- په امریکا کې یوه ۱۳ کلن زلمی چي ورسره پلاسټیکې د لوبو توپنچه وه د امریکایي پولیسو له خوا په ډزو سره ووژل شو.

د نیویورک پولیسو اعلان وکړ چي په دغه ایالت کې د پولیسو ځواکونه په یوه ۱۳ کلن ماشوم چي د لوبو پلاسټیکي توپنچه ورسره وه، په ډزو سره وویشتل.

د پارس تودی له راپور سره سم، په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوې وېډویې ښودنه کوي چي د امریکا پولیسو د نیاه موی په نامه په ځمکې باندې د اسیایي الاصله امریکایي ۱۳ کلنه ماشوم په غورځولو او ډبولو سره، د هغه په ځګر باندې ډزې کړي دي. نیاه موی په روغتون کې له یوې شپې وروسته، ساه ورکړه.

د امریکایي رسنیو له راپور سره سم، د پولیسو هغه درې افسران چي یاد ماشوم یې وژلی دی، د خپلې ادارې له خوا، د سزا کېدو پر ځای په رخصتیو باندې استول شوي دي.

د یوتیکا د ښار پولیسو ادعا کړې ده چي نیاه موی له هغه ځوان سره، زیاته ورته والې درلوده، چي پولیسو یې د نیولو هڅه کول.

نیاه موی له خپلې کورنۍ سره،له میانمار څخه امریکا ته مهاجرت کړی وو او هلته د ښوونځی په اتم صنف کې سبق ویل، د نیاه پلار وایي چي دوی اته کاله مخکې له میانمار څخه په تېښتې سره، امریکا ته پناه وړې وه او په نیویورک کې میشت شوي وو.

په امریکا کې د میانماري کډوالو د حقوقو ملاتړې ادارې اعلان وکړ چي د نیا کورنۍ په میانمار کې له ځورونو څخه د نجات په موخه امریکا ته پناه وړې وه او فکر یې کول چي دلته به په سکون سره، ژوند وکړي.

د امریکا په مختلفو ایالتونو کې د څېړنو پایلې ښودنه کوي چي په وروستیو کلونو کې، د اسیایي توکمو په ضد د پولیسو تاوتریخجن چلند په زیاتېدو دی.

په امریکا کې د وسلو د ګرځولو ازادی، ورځ تر بلې د تاوتریخوالو د زیاتېدو او د دردوونکو پېښو لامل ګرځې، لیکن په امریکا کې د وسلو لوی سوداګران، دومره پیاوړي دي چي تر اوسه پورې د امریکا کنګرس د وسلو د بندولو لپاره هیڅ اقدام نه دی کړی .

سره له دې چي د ټولې نړۍ یوازې پنځه سلنه نفوس په امریکا کې میشت دی، خو په وسلو سره، د ټولې نړۍ کابو ۳۱ ډله ایزې وژنې یعني قتلونه په امریکا کې تر سره کیږي.