Jul 02, 2024 11:22 Asia/Kabul
  • د ۲۰۲۴ میلادي کال په لومړیو ۵ میاشتو کې د ایران او د ترکیې د سوداګریو ۵ سلنه وده

پارس تودی- د ترکیې د احصائیې د ادارې له راپور سره سم، د ۲۰۲۴ میلادي کال د لومړیو پنځو میاشتو په موده کې د ایران او د ترکیې تر مینځ د سوداګریو کچه کې ۵ سلنه زیاتوالې راغلې ده.

یادې ادارې ویلي چي په یاده موده کې د ایران او ترکیې تر مینځ د سوداګرۍ کچه ۲.۳ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده. د پارس تودی په حواله په تېر کال کې په یاده موده کې یعني په لومړیو پنځو میاشتو کې د ایران او ترکیې تر مینځ د ۲ میلیارد او ۱۸۹ میلیون ډالرو په ارزښټ راکړه ورکړه شوې ده.

د تیر کال په پرتله د روان میلادی کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ایران ته د ترکیې په  صادراتو کې ۱۶ سلنه زیاتوالې راغلې او یو میلیارد او ۳۴۰ میلیون  ډالرو ته رسېدلی دی، په یاده موده کې هم ترکیې له ایران څخه ۹۶۰ میلیون ډالرو په ارزښت واردات تر سره کړي.

په وروستیو کلونو کې د ایران او د ترکیې چارواکو په دوه اړخیزو کتنو او ټلفوني خبرو اترو کې په ټولو ډګرونو په تېره بیا په اقتصادي برخه کې د دواړو هیوادونو تر مینځ د اړیکو د پراختیا په ضرورت ټینګار کړي دي.

د ایران او د ترکیې تر مینځ د سوله ایزو اړیکو، تاریخې، دیني او فرهنګي مشترکاتو اوږده مخینه، همداراز په سیمه ایزو او نړیوالو چوکاټونو لکه د اسلامي همکاریو په سازمان او اکو اقتصادي سازمان کې د دواړو هیوادونو ملګرتیا، د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا سبب شوی دی.