Jul 01, 2024 15:16 Asia/Kabul
  • د ایران او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو ټلیفوني اړیکه

د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له خپل ترکي سیال سره د ټلیفوني اړیکې په ترڅ کې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې اترې او بحث کړی.

د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر علی باقري د تد ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له خپل ترکي سیال سره د ټلیفوني اړیکې په ترڅ کې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې اترې او بحث کړی.رکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان سره په ټلفوني تماس کې وویل چي په لبنان باندې په برید کې د صهیونیستانو تېروتنه به دا شان خطرناکو حالاتو سره، اسرائیل رژیم مخامخ کړي، چي نور به د جنایاتو په دوام سره هم ورته له ماتې څخه د نجات لاره پیدا نه شي.

هغه د ترکیې له خارجه وزیر سره په خبرو کې د اتو پراختیایي هیوادونو د اقتصادي همکاریو د سازمان، د اکو د همکاریو د سازمان او د اسلامي همکاریو د سازمان له ظرفیتونو څخه په سیمه کې د خپلواکو هیوادونو د اهدافو د عملي کېدو په کارولو ټینګار وکړ.

باقري د غزې د خلګو په خلاف د صهیونیست رژیم وحشیانه جنایاتو ته په اشارې سره، وویل: د لبنان په ضد د صهیونیست رژیم ګواښونه د دې رژیم د وحشیانه ذات څرګندونه کوي، خو مقاومت د صهیونیست رژیم له ګواښونو سره د مقابلې لپاره پوره پوره چمتو دی او د لبنان په ضد هر ډول یرغل به دغه جنایتکار رژیم ته سختې پایلې ولري.

د ایران د خارجه وزارت سرپرست د دې په بیانولو چي اسرائیل رژیم لکه څرنګه د نهو میاشتو جنګ او جنایت نه وروسته، لاهم خپلو اهدافو ته رسېدلی نه دی، او ناکامه شوی دی، په لبنان باندې په برید سره، به داسي تېروتنه وکړي، چي ټوله سیمه کې به حالات بدل شي او ورسره، به اسرائیل رژیم له استراتیژیکې ماتي سره مخ شي.

د ترکیي خارجه وزیر هاکان فیدان له فلسطین او د غزي له مظلوم ولس څخه د ایران د اسلامي جمهوریت د دوامداره ملاتړ په ستاینې سره، وویل: په غزې کې نسل وژنه دوام موندلې او نړیواله ټولنه د اسرائیل د جنایتکار رژیم په ودرولو کې پاتې راغلې ده.

هغه همداشان د فلسطین په مساله کې د تهران او انقرې تر مینځ د همکاریو دوام مهمه وبلله او له سیمه ایزو فارمټونو د ظرفیتونو په کارولو ټینګار وکړ.

 

ټیګونه