Jul 02, 2024 07:25 Asia/Kabul
  • په بهر هیوادونو کښې له ایراني راې ورکونکو سره بد چلند ته د ایران غبرګون

د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند وویل: له هیواده بهر د ایرانیانو د سپکولو او ورته د ډیرو بدو کنځلو له لارې د راې ورکونکو د ګواښلو او سپکاوي نتیجه د هغوي د فلاکت او د ژور ذلالت نړیواله ننداره وه.

د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند وویل: له هیواده بهر د ایرانیانو د سپکولو او ورته د ډیرو بدو کنځلو له لارې د راې ورکونکو د ګواښلو او سپکاوي نتیجه د هغوي د فلاکت او د ژور ذلالت نړیواله ننداره وه.

د ویلو ده چې د ایران د اسلامي انقلاب مخالفو کسانو په خپلو تکراري تحرکاتو سره د ۱۴۰۳ کال په ولسمشریزو انتخاباتو کښې د ګډون لپاره په نورو هیوادونو کښې د ایران سفارتخانو او کنسولګریو ته تللي وو، هڅه وکړه چې دغه بهیر ګډوډ کړي. د دغو پيښو د څو ویډیوګانې په لیدو سره وینو چې له هیواده بهر راې ورکونکو ته د کنځلو او بدرد ویلو له شدت سره سره، د هغوي په اراده کښې هیڅ خلل رانغی او هغوي په خپلې شرعي او قانوني دندې عمل وکړ.

د ایرنا د خبر له مخې د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني پرون په خپل اکاونټ کښې ولیکل: له ټولو سختیو سره سره د راې ورکونې په مرکزونو کښې له هیواده د بهر ګرانو وطنوالو شتون، په هیواد کښې دننه او بهر د ایرانیانو د ملي یووالي یوه ښایسته ځلا وه.

کنعاني زیاته کړه: یوه ډله اصول ماتونکو چې ځان د ایران د اسلامي جمهوریت مخالف معرفي کوي، په ناهیلۍ سره ناکامه هڅه وکړه او په خپلو سپکو سپورو سره یې د راې ورکونکو په ګواښلو او سپکاوي سره یې په یو ډیموکراټک بهیر کښې له هیواده د بهر ایرانیانو د ګډون مخه ونیوله، که څه هم له دغې تش د نامې مخالفانو لپاره یې یوازنۍ نتیجه، له فلاکت او د هغوي د ژور ابتذال له نړیوالې نندارې پرته بل څه نه وو.

 

ټیګونه