په هندي پارلیمان کې د ایران د خدای بخښلو ولسمشر او خارجه وزیر احترام
پارس ټوډې- د هند لوړې جرګې (راجیا سبا- Rajya Sabha) پخپلو پرانیستونکو دستورو کې د ا یران د خدای بخښلو ولسمشر ابراهیم ریئسی او خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د یاد او خاطرې درنښت وکړ.
د هند راجیا سبا د ایران، ملاویا او تانزانیا په تیر و خت کې د رهرانو داحترام او درنښت لپاره خپل کار تر څو دقیقو په ځنډ سره پیل کړ.
پارس ټوډې راپور ورکړد هند مرستیال ولسمشر جاګدیب ډنکر(Jagdeep Dhankhar) ددغه هیواد د لوړې جرګې په پرانیستونکو دستورو کې د ایران حکومت او ملت ته د تسلیّت په وئيلو سره ووئيل؛د هند ملت د ایران د وخت د لوړپوړو چارواکو د جنایتون د دستورو ورځ د ملی ویر به توګه ولمانځله.
ډنکر په دوام کې په دې خبرې په ټينګار سره چې د ایران د اسلامی جمهوریت د وخت ولسمشر شهید ابراهیم ریئسي او خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان ، د ایران او هند داړیکو په پیاوړتیا او پراختیا کې اساسی رول درلود، زیاته کړه ، دهندپارلیمان د ایران د اسلامی جمهوریت له حکومت ،ملت او داغدارې کورنۍ سره همدردي او خواخوږي څرګندوي.
د هند لوړې جرګې غړو ، بیا په تیر وخت کې د رهبرانو د احترام او درنښت او له هندوستان سره په اړیکو کې د دوي مهمو مرستو لپاره څو دقیقې خاموشي اختیار کړه.
د ایران او هند اړیکې داسې تاریخي اړیکې دي چې د فارسی ژبې او ختیځي کلتور پشمول څو مهمو ځانګړنو څخه په تاریخي اړیکو کې سمه استفاده کوي او لامل شوي دی له ځينو ټيټو هسکو سره سره ، مخه په وده شی او د واکمن ګوند بي جې پي او کانګرس ګوند د هردواړو ګوندونو هندي چارواکي ، د ایران له اسلامی جمهوریت سره داړیکو د پراختیا ااو ژورتیا لپاره سره مختلف مثبت نظرونه ولرل شي.
څه موده مخکې په تهران کې د هند سفیر روډرا ګاورا ؤ شرست(Rudra Gaurav Shresth) په دې خبرې په ټينګار سره چې د ایران او هند دوستي ډیره پیاوړي ده روښانه کړې ، په دغو دواړو هیوادونو کې هر کس قدرت ترلاسه کړيي، نو ددغې دوستۍ پلوی به وي.