Jul 02, 2024 11:20 Asia/Kabul
  • که اسرائیل په لبنان برید وکړي په سیمه کې د امریکا ټولې اډې په نښه کوو

پارس تودی- د عراق د مقاومت د ږغملتیا شورا تېره شپه د یوې اعلامیې په صادرولو سره اعلان وکړ چي که اسرائیل رژیم په لبنان باندې برید وکړي، مونږ به په عراق او سیمه کې د امریکایانو اډې ور په نښه کړو.

د عراق مقاومت د غزې په تړانګې باندې د صهیونیست رژیم د بریدونو له پیله، د دې رژیم په ضد په فوځي عملیاتونو سره، د فلسطین له مظلوم ولس څخه ملاتړ کړی دی. د پارس تودی له راپور سره سم، د عراق د مقاومت د ږغملتیا شورا په دغه اعلامیه کې ویلي: په لبنان باندې د اسرائیل په برید سره، په سیمه کې امریکایان د مقاومت لپاره به په مشروع اهدافو باندې بدل شي.

د عراق مقاومت همداشان ټینګار کړی دی:  په فلسطین کې له پراخو وژنو وروسته، باید له اسرائیل رژیم سره، د سازو بازو کوونکو عربو هیوادونو په ضد، پرېکنده دریځونه غوره شي.

له دې مخکې د عراق د عصائب اهل الحق د غورځنګ سرمنشي قیس الخزعلی په خپلو وېناو کې هم دې مسالې ته اشاره کړې وه چي په لبنان باندې د اسرائیل د رژیم په برید سره د عراق په خاوره کې به په امریکایانو هم بریدونه پیل شي.

 

د اسرائیل د رژیم د فوځیانو په خلاف د طوفان الاقصی د عملیات له پیله، د لبنان اسلامي مقاومت هم د نیواکي ټاټوبو په شمالي سیمو باندې په برید سره، د اسرائیل د رژیم د فوځ یوه لویه برخه یې جنګ کې ښکېله کړې ده.

د حزب الله د غورځنګ له لورې له پرمختللیو، زره ضد او کره نښه ویشتونکو وسلو  استعمال، په نیواکګرو کې د ویرې او وحشت لامل شوی او د نیواکي ټاټوبو په شمال کې ګڼ شمېر صهیونیست میشت ښارګوټي خالي شوي دي.

د صهیونیست رژیم د فوځي چارو د کارپوهانو په وېنا، حزب الله غورځنګ په یوازې سر، د اسرائیل د رژیم د فوځ نیمایي برخه، په شمالي سیمو کې بوخته کړې او په غزې کې د اسرائیل د رژیم د فوځي وړتیاو د نیمګړتیا لامل شوی دی.