په غزې تړانګه کې دوه صیهونیسټي عسکر هلاک شول
د فلسطین خبری اژانس «سما » د خبر له مخې د صهیونیسټی رژیم سرچینو نن سهار اعلان وکړ چې د غزې د تړانګې په مرکز «نتساریم » محور کښې د صهیونیسټی رژیم په تیری ګرو پوځیانو د فلسطیني مبارزانو په حملې کښې ۵ نور عسکر هم ټپیان شوي، چې د دوو تنو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.
د غزې په تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم په عسکرو د فلسطین د مقاومت د ځواکونو په حمله کښې دوه اسرائیلی پوځیان هلاک شول.
د فلسطین خبری اژانس «سما » د خبر له مخې د صهیونیسټی رژیم سرچینو نن سهار اعلان وکړ چې د غزې د تړانګې په مرکز «نتساریم » محور کښې د صهیونیسټی رژیم په تیری ګرو پوځیانو د فلسطیني مبارزانو په حملې کښې ۵ نور عسکر هم ټپیان شوي، چې د دوو تنو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.
دصهیونیسټ پوځ د دوشنبې په شپه په غزه کښې د دغه رژیم د یوه عسکر د وژل کیدو خبر ورکړ او اعلان یې وکړ چې په غزه کښې د دغه رژیم د هلاک شویو عسکرو شمیر ۶۷۲ ته رسیدلی دی.
د صهیونیسټي پوځ د اعلامیې له مخې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې د اردن سیند په لویدیځه غاړه کښې اووه اسرائیلي پوځیان هلاک شوي دي.
د هلاک شویو دغه شمېره په حقیقت کې د اسرائیلو د کابینې له خوا اعلان شوې شمېرې دي، په داسې حال کې چې ډېری شنونکي د دغه رژیم د تلفاتو شمېر له دې شمېرې ډېر ګڼي.
په عین حال کښې د صهیونیسټ رژیم د جنګ وزیر ګالانت د دغه رژیم په پوځ کښې کړکیچ او د انساني ځواک د کمښت خبره ومنله او د لسو زرو نویو عسکرو د بیړنۍ اړتیا اعلان یې وکړ.
د اسراییلو راډیو تر دې مخکې اعلان کړی و چې د غزې تړانګې په جګړه کې یو شمېر زیرمه عسکرو له ګډون ډډه کړې ده.
د اسرائیلو د رژیم د ټلویزیون ۱۲ چینل هم د دغه رژیم په پوځ کښې د انساني ځواک د وضعیت د خرابیدو خبر ورکړ او هغه یې د اسرائیلو لپاره یو بحران وباله.
د دغه راپور له مخې، د اسرائیلو پوځ د خپلو ځواکونو وتلو په مخنیوي کې پاتې راغلی او دې کار د هغه د بشري سرچینو وضعیت خراب کړی دی.