د يمن د ځواکونو وياند اعلان وکړ چې په څلورو امريکايي، برتانوي او اسرائيلي کښتيو يې بريد کړى دى
یحیی سریع د دې خبرې په کولو سره چې د یمن وسله والو ځواکونو د اشغال شویو سیمو په لور په بیړیو د حملې لپاره له کروز توغندیو کار اخیستی دی، یحیی سریع زیاته کړه چې په تیره یوه اونۍ کې د دوهم ځل لپاره د ډیلونکس په بیړۍ حمله وشوه.
د ایرنا د خبر له مخې د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع په یوې بیانیې کښې اعلان وکړ چې د یمن وسله والو ځواکونو د MSC یونیفیک د تیلو ټانکرونه ، ډیلونیکس او لکی سیلور او د انویل پوائنټ بیړۍ په نښه کړه.
یحیی سریع د دې خبرې په کولو سره چې د یمن وسله والو ځواکونو د اشغال شویو سیمو په لور په بیړیو د حملې لپاره له کروز توغندیو کار اخیستی دی، یحیی سریع زیاته کړه چې په تیره یوه اونۍ کې د دوهم ځل لپاره د ډیلونکس په بیړۍ حمله وشوه.
د یمن پوځ په غزې تړانګې کښې د فلسطین د ولس له مقاومت په ملاتړ کښې په تیرو میاشتو کښې د صهیونېسټ رژیم او د باب المندب په تنګی کښې د نیواکي سیمو لپاره څو اسرائیلی بېړۍ یا نورې تلونکي کشتۍ په نښه کړی او اعلان یې کړی دی چی د یمن وسله وال ځواکونه به یوازې په دې بڼه کې خپل عملیات ودروي چی په غزې کې په فلسطینی ولس تپل شوی تیری او کلابندۍ ختمه شی .