Jul 01, 2024 06:33 Asia/Kabul
  • له افغانستانه مرګونې وتنه د امریکا په تاریخ کې تور داغ دی

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو مشر مایکل مک‌کال د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت د کابل په هوایي ډګر کې د ۱۳ تنو امریکايي سرتېرو وژل کېدل، د امریکا په تاریخ کې د یو تور داغ په نوم یاد کړی.

هغه دغه څرګندونې د جوبایډن د وروستیو خبرو په غبرګون کې کړې دي.

جوبایډن د پنجشنبې په ورځ په یوه ټاکنیزه مناظره کې وویل چې په اوسنۍ پېړۍ کې یواځینی دی، چې په وروستۍ یوه لسیزه کې هېڅ یو امریکایي سرتېری د نړۍ په هېڅ ګوټ کې نه دی وژل شوی.

دغه څرګندونې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مشر له غبرګون سره مخامخې شوې. مکال د هغو ۱۳ تنو امریکایي سرتېرو یادونه وکړه، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۲۶مه نېټه، په کابل کې د یوه برید له امله د کابل په هوايي ډګر کې ووژل شول.

ټیګونه