هرمز اوبلاره یوازې د ایران په حکم سره تړل کیږي او خلاصیږي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو د وزیر د حقوقي او د نړیوالو چارو مرستیال «کاظم غریب ابادي» د هرمز اوبلارې په اړه د امریکا د ولسمشر ټرامپ له سپینې سترګي توب څخه د ډکو څرګندونو په اړه ډاګینه کړه، هرمز سمندري اوبلاره یوازې د ایران په حکم سره تړل کیږي او خلاصیږي او په ټویټ پیغام، جنګي کشتۍ، د حکم په ورکولو او په انتخاباتي وینا سره دغه اوبلاره څوک نشي خپلولای.
هغه نن سهار وختي په ایکس پاڼه کښې ولیکل: «ټرامپ ویلي دي د ایران له ماتې خوړلو وروسته، به زر هرمز اوبلاره د امریکا قلمرو اعلان کړي!»
کاظم غریب ابادي وویل هرمز اوبلاره نه څوک په ټویټ پیغام سره خپلولای شي، او نه په جنګي بیړۍ سره، نه د حکم په ورکولو سره او نه د انتخاباتو په وینا سره. ایران نه له ګواښ څخه ویریږي او نه د قدرت په نندرې سره مرعوب کیږي.»
د ایران د خارجه وزیر مرستیال کاظم غریب ابادي دغه راز په یوه بل ټویټ کښې ډاګینه کړه: امریکا یوځل د تل لپاره دغه حقیقت ومني: تر دې ځایه تاسو سټراټيژیکې او درنې ماتې وخوړلې؛ هرمز اوبلاره ایرانۍ وه ، ایرانۍ ده او ایرانۍ به وي؛ دغه اوبلاره به یوازې د ایران په حکم سره وتړل شي او خلاصه شي او تر هغه وخت چې امریکا د ماتې خوړلو واقعیت ونه مني او له وهمونو لاس وانخلي ایران به د کلابندۍ اعمالولو ته دوام ورکړي.