د پاکستان په خیبرپختونخواه کې یو لوړپوړی چارواکی ووژل شو
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د ډزو په یوه برید کې د دغه هېواد د ټاکنو کمیشن عمومی مدیر شمشاد اختر د وژل کېدو خبر ورکړ.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د خیبر پښتونخوا صوبې په شمال لوېدیځ کې په ټانک سیمې کې په یوه ترهګر برید کې د دغه هېواد د ټاکنو کمېسیون عمومي مشر شمشاد اختر (شمشاد خان محسود) وژل شوی دی.
د راپورونو له مخې، نوموړی د خیبر پښتونخوا ایالت په ټانک سیمه کې، چې جنوبي وزیرستان ته نږدې واقع ده، د ناپېژاندو وسلهوالو کسانو د ډزو هدف وګرځېد او په ټکه ووژل شو.
پاکستانيو رسنیو راپور ورکړی چې شمشاد خان محسود پرون د ټانک سیمې د ګیرا بلوچ کلي په یوه سړک د تېرېدو پر مهال د ناپېژاندو وسلهوالو کسانو له ډزو سره مخ شو. هغه د سختو ټپونو له امله روغتون ته د لیږلو پر مهال ساه ورکړه.
پولیسو اعلان وکړ چې بریدګر پر موټرسایکل سپاره وو، د ټاکنو کمېشن پر دغه چارواکي ئې ډزې وکړې او له برید وروسته له سیمې وتښتېدل.
امنیتي ځواکونو له پېښې وروسته سیمه کلابنده کړه او د بریدګرو د پېژندلو او نیولو لپاره ئې د لټون عملیات پیل کړل.