قشقاوي: پر هرمز تنګي د ایران مدیریت ورځ تر بلې پیاوړی کېږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i179784-قشقاوي_پر_هرمز_تنګي_د_ایران_مدیریت_ورځ_تر_بلې_پیاوړی_کېږي
پارس ټوډی - د ایران د اسلامي شورا مجلس د ملي امنیت او بهرني سیاست کمېسیون ویاند حسن قشقاوي ویلي، پر هرمز تنګي د ایران مدیریت ورځ تر بلې پیاوړی کېږي او تر هغو چې د ایران اعلان شوي شرایط پوره شوي نه وي، د دغه تنګي پرانیستل ناشوني دي.
(last modified 2026-10-11T10:46:05+00:00 )
Oct 11, 2026 15:15 Asia/Kabul
  • قشقاوي: پر هرمز تنګي د ایران مدیریت ورځ تر بلې پیاوړی کېږي

پارس ټوډی - د ایران د اسلامي شورا مجلس د ملي امنیت او بهرني سیاست کمېسیون ویاند حسن قشقاوي ویلي، پر هرمز تنګي د ایران مدیریت ورځ تر بلې پیاوړی کېږي او تر هغو چې د ایران اعلان شوي شرایط پوره شوي نه وي، د دغه تنګي پرانیستل ناشوني دي.

قشقاوي د یکشنبې په ورځ په خپلو څرګندونو کې ویلي، د جګړې پر مهال د دښمن له لوري د خپرو شویو خبرونو او تحلیلونو لږ تر لږه ۷۰ سلنه غیرواقعي او دروغ دي او د رواني جګړې په چوکاټ کې خپرېږي.

هغه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «ټروت سوشیل» شبکې متناقضې ادعاوې هم ګمراه کوونکې او مغشوشوونکې بللې او ویلي یې دي چې دا ډول څرګندونې د دښمن د رواني جګړې برخه ده، څو د هغه د پرله‌پسې ناکامیو او د ټرمپ او د هغه د ګوند د مخ پر کمېدونکي محبوبیت جبران وکړي؛ په ځانګړي ډول د ټاکنو په درشل کې.