افغانستان سره د اړیکو پراختیا د ایران لپاره ستراتیژیک لومړیتوب لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i179754-افغانستان_سره_د_اړیکو_پراختیا_د_ایران_لپاره_ستراتیژیک_لومړیتوب_لري
د ایران د مجلس د بودجې او پلان کمېسیون غړی، محسن زنګنه، له افغانستان سره د اړیکو پراختیا د ایران لپاره ستراتیژیک لومړیتوب بللی دی.
(last modified 2026-10-11T08:46:41+00:00 )
Oct 11, 2026 13:15 Asia/Kabul
  • افغانستان سره د اړیکو پراختیا د ایران لپاره ستراتیژیک لومړیتوب لري

د ایران د مجلس د بودجې او پلان کمېسیون غړی، محسن زنګنه، له افغانستان سره د اړیکو پراختیا د ایران لپاره ستراتیژیک لومړیتوب بللی دی.

محسن زنګنه ټینګار کړی، چې باید د چابهار بندر له ظرفیتونو څخه د افغانستان د ازادو اوبو ته د لاسرسي لپاره ګټه واخیستل شي.

نوموړي د افغانستان اقتصادي وضعیت هم مناسب بللی او ویلي یې دي، چې په دې برخه کې په تېرو کلونو کې د پام وړ بدلونونه راغلي دي.

زنګنه د بدخشان د فیض‌آباد ښار او چین ترمنځ د واخان په دهلېز کې ترانزیټي سړک ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، چې دا لاره د ایران، چین او روسیې ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو لپاره مناسبه ده.

د ایران د مجلس د بودجې او پلان کمېسیون دغه غړي د اسلام‌قلعه ـ دوغارون پوله د ایران له تر ټولو ګڼې ګوڼې لرونکو سوداګریزو ګمرکونو څخه بللې او ویلي یې دي، چې له افغانستان سره ګډې پولې د سوداګرۍ لپاره له اړین امنیت څخه برخمنې دي.