د افغانستان او پاکستان ترمنځ بیا نښتي شوي
Oct 11, 2026 13:26 Asia/Kabul
د افغانستان د پکتیا ولایت سیمه ییزو سرچینو د سرپرست حکومت د ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د نښتې خبر ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، نښته پرون مازدیګر شاوخوا پنځه بجې پیل شوې او دواړو لورو پر یو بل د سپکو او درنو وسلو ډزې کړې دي.
د ۲۰۳ منصوري قول اردو ویاند عبدالحق فدا د نښتې د تایید ترڅنګ ویلي، جګړه پاکستاني ځواکونو پیل کړې وه.
د سرپرست حکومت دغه پوځي چارواکي ویلي، نښته څو ساعته وروسته پای ته رسېدلې او د دوی ځواکونو ته پکې زیان نه دی اوښتی.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ په تېرو دوو کلونو کې وخت ناوخت نښتې په یوه تکراري پېښه بدلې شوې دي، چې په ځانګړي ډول د تېر یوه کال په اوږدو کې یې شدت زیات شوی دی.
ټیګونه