د خیبرپښتونخوا په ۱۲ سیمو کې د بیړني حالت اعلان
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i179758-د_خیبرپښتونخوا_په_۱۲_سیمو_کې_د_بیړني_حالت_اعلان
د پاکستان مرکزي حکومت د خیبر پښتونخوا ایالت په دولس سیمو کې د بېړني حالت د احتمالي اعلان خبر ورکړی دی.
(last modified 2026-10-11T08:55:35+00:00 )
Oct 11, 2026 13:23 Asia/Kabul
  • د خیبرپښتونخوا په ۱۲ سیمو کې د بیړني حالت اعلان

د پاکستان مرکزي حکومت د خیبر پښتونخوا ایالت په دولس سیمو کې د بېړني حالت د احتمالي اعلان خبر ورکړی دی.

د راپورونو له مخې، دا طرحه د ایالت له محلي حکومت سره هم شریکه شوې او تر اعلان مخکې به د پاکستان فدرالي کابینه هم پرې غور وکړي.

د پاکستان مرکزي چارواکو د ترهګرۍ پر ضد د ملي طرحې په پلي کولو کې د ناکافي همکارۍ له امله پر ایالتي حکومت نیوکه کړې ده.

دا اختلاف په داسې حال کې رامنځته شوی چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د مشر او پخواني لومړي وزیر عمران خان د پلویانو پراخو لاریونونو هم د اسلام‌اباد لپاره جدي ننګونه جوړه کړې ده.

پاکستاني حکومت پرون په راولپنډۍ ښار کې د دیرش ورځو لپاره هر ډول غونډې او راټولېدنې منع کړې؛ خو د عمران خان پلویان وايي، د هغه تر ازادېدو پورې به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.