دلاور: سیاسي مخالفانو سره هیڅ ډول خبرې نه کوو
د طالبانو د سرپرست حکومت یوه مطرح څېره او د دوحې په مذاکراتو کې د دې ډلې د پلاوي پخواني غړي شهابالدین دلاور ویلي، سیاسي مخالفین یې د اندېښنې وړ نه دي او له هغوی سره هېڅ ډول خبرې اترې نه کوي.
دلاور چې اوس د افغاني سرې میاشتې د ریاست مسؤلیت پر غاړه لري، ویلي، سیاسي مخالفینو سره خبرې کول هغوی ته سیاسي حیثیت ورکول دي او دا کار ناشونی دی؛ ځکه د نوموړي په وینا، د مخالفینو شمېر لږ دی او د خبرو اترو لپاره سیاسي وزن نه لري.
نوموړي ادعا کړې چې د دوحې په هوکړهلیک کې د ښځو د حقونو او ټولګډونه حکومت د جوړولو یادونه نه ده شوې.
هغه همداراز ویلي، د ملا هبتالله د فرمان له مخې، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز تر بل امر پورې دوام لري.
د دلاور دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د طالبانو پلاوي د دوحې په غونډه کې د افغانستان په سیاسي او ټولنیز ژوند کې د ټولو قشرونو پر ونډې ټینګار کړی و.
د دوحې په یوه بله غونډه کې هم په څرګنده ویل شوي وو چې افغان ښځې د شرعي اصولو له مخې د دوکتورا تر کچې د زدهکړو حق لري.
له سیاسي مخالفینو سره د هر ډول خبرو ردول او د هغوی د شمېر کم ګڼل په داسې حال کې دي چې د راپورونو له مخې، په تېرو میاشتو کې نورستان او بدخشان ولایتونه څو ځله د طالبانو او مخالفو جبهاتو ترمنځ د پراخو نښتو شاهدان وو.
د افغانستان په نورو ولایتونو، په ځانګړي ډول ختیځ او سوېل کې هم د ورته نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.