د عصبي شبکو د ساینسي ټکنالوژۍ په تولید کې د ایران مخکې توب
د «ویب آف ساینس» د نړیوال ډیټابیس د معلوماتو له مخې، د ایران اسلامي جمهوریت د عصبي شبکې د ساینسي ټکنالوژۍ د تولید په برخه کې، په نړۍ کې شپږم او په اسلامي هېوادونو کې لومړی ځای لري.
د ایرنا د راپور له مخې، د اسلامي نړۍ د ساینس او ټکنالوژۍ د کتنې او څارنې د انسټیټیوټ ISC)) مشر سید احمد فضل زاده د یکشنبې په ورځ، په نړۍ کې د مصنوعي هوش په برخه کې د ساینس او ټکنالوژۍ د تولید د نړیوالې درجه بندۍ په اعلان سره وویل: ایران د هوش مصنوعي په ټکنالوژۍ کې ۱۶م ځای، د بصري کمپیوټري او د طبیعي ژبې په برخه کې 25م، د ماشیني زده کولو په برخه کې ۱۷م، د روبوټیک ټکنالوژۍ په برخه کی ۲۷م، د تخنیکي سیسټمونو په ټکنالوژۍ کې په نړۍ کې 12م ځای لري.
فضل زاده وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د مصنوعي هوش په ډګر کې د لارې په پیل کې دی او د څلورم صنعتي انقلاب له امله، د ایران په صنعت کې هغه ډول پرمختګونه نه دي شوي، لکه څنګه چې باید وو. په داسې یو انقلاب کې، ټکنالوژي او د مصنوعي هوش څانګې، د اقتصادي ارزښت په جوړولو کې مهم رول لري.
د اسلامي نړۍ د ساینس او ټکنالوژۍ د کتنې او څارنې د انسټیټیوټ مشر څرګنده کړه: په معتبره نړیواله درجه بندۍ کې د ټکنالوژۍ او د مصنوعي هوش په څانګو کې د ساینسي مقام کتنه او شننه ډېره مهمه ده.