Jul 01, 2024 15:13 Asia/Kabul
  • په جنوبي کوریا کې د تکوندو نړیوال جام کې د ایران قهرماني

د ايران د اسلامي جمهوريت د تکواندو ملي لوبډلې په جنوبي کوريا کې د نړيوال جام په پايلوبه کې کوربه لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دغه جام قهرماني وګټله.

د صدا او سیما خبری آژانس د راپور له مخې، دغه سیالۍ پرون د جنوبی کوریا په چانچون ښار کې د پنځه لوبډلو په ګډون سره ترسره شوې چې په کې د ایران څخه مهدي عابدي، محمد حسین یزداني، علي خوش روش او ابوالفضل په ترکیب سره په دغه سیالیو کې برخه اخیستې وه.

په نیمه پایلوبه کې د ایران لوبډلې د عاج ساحل سیالې لوبډلې ته په دوه ګولونو کې ماتې ورکړه او بیا په وروستۍ لوبه کې د سویلي کوریا له ټیم سره په دوه ګولونو کې بریا خپله او د اتلولۍ مقام یې خپل کړ.

د ایران د ښځو ټیم د میلیکا میرحسیني، یلدا والینزاد، ساغر مرادي او مهلا مومن زاده په ترکیبونو سره په دغو سیالیو کې ګډون کړی.

ټاکل شوې دغه لوبغاړي سبا (سه شنبه) په لومړۍ لوبه کې له کوربه جنوبی کوریا سره مخامخ شی.

 

ټیګونه