روسیه لومړنی هېواد شو چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت وپېژانده
(last modified Fri, 04 Jul 2025 01:53:19 GMT )
Jul 04, 2025 06:23 Asia/Kabul
  • روسیه لومړنی هېواد شو چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت وپېژانده

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغان طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی.

ټاس خبري اژانس پنجشنبه د چنګاښ پر ۱۲مه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړ چې په مسکو کې د طالبانو سفیر د باورلیک له منلو وروسته، د سفارت په ودانۍ کې د افغانستان درې رنګه بیرغ ښکته او پر ځای یې د طالبانو بیرغ پورته شوی دی.

ورته مهال د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف منلې چې مسکو طالبان په رسمیت پېژندلي دي.

له دې سره، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د روسيې سفير، دیمیتري ژیرنوف له امیر خان متقي سره په کتنه کې د روسیې د حکومت هغه پرېکړه رسماً ابلاغ کړه چې پر بنسټ يې روسيه د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني.

سفیر د دغې پرېکړې ارزښت یاد کړ او دا یې د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره تاریخي ګام وباله.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د روسیې د دغې پرېکړې هر کلی وکړ او دا یې د دواړو هېوادونو تر منځ د مثبتو اړیکو، متقابل درناوي او رغېدونکي تعامل نوی پړاو وباله.

پر افغانستان د طالبانو له حاکمیت کابو څلور کاله پوره کېدونکي دي، او روسیه لومړنی هېواد دی چې طالبان په رسمیت پېژني.

روسیه داسې مهال د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني، چې د چارو د څارونکو په باور لاهم طالبانو د افغان نجونو حقونه تر پښو لاندې کړي دي.