افغان لوبغاړي احمد ولي هوتک خپل سیال تسلیمېدو ته اړ کړ
(last modified Sat, 28 Jun 2025 08:16:52 GMT )
Jun 28, 2025 12:46 Asia/Kabul
  • افغان لوبغاړي احمد ولي هوتک خپل سیال تسلیمېدو ته اړ کړ

د افغانستان د رزمي لوبو وتلي لوبغاړي احمد ولي هوتک خپل روسي سیال مات کړ.

احمد ولي هوتک د شنبې په شپه د بلاروس په پلازمینه مینسک کې له خپل روسي سیال سیګد زیراکوف سره مخ وو.

هوتک وتوانېد د خپل سیال لاس سبمیشن یا قید کړي او هغه تسلیمیدو ته اړ باسي.

دا په رزمي لوبو کې د هوتک لپاره یوولسمه بریا وه. هغه یواځې یوه ماته په کارنامه کې لري.

هوتک تر څو کلونو ځنډ وروسته لوبه وکړه او تر دې سیالیو مخکې یې د ډېر چمتووالي خبره کړې وه.

په همدې شپه د افغانستان بل لوبغاړي نصرت الله اخندزاده بیا له خپل سیال ماته وخوړه.

تمه ده د رزمي لوبو بل پيژندل شوی افغان لوبغاړی واحدالله نژند بیا د جرمني په هامبورګ کې د اوکتاګون په معتبره سازمان کې د شنبې په ماښام لوبه وکړي.