عربستان ته یو سخت او حیرانوونکی ځواب په لاره کې دی
د یمن د انصارا... ولسی غورځنګ د سیاسي دفتر مسئول ټینګار وکړ چې د یمن د وسلهوالو ځواکونو ځواب به په نږدې راتلونکي کې ډیر لوي وي او سعودي دښمن به حیران کړي.
زمونږ خبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکړ، د یمن د انصارا...د سیاسي دفتر یو ه مسئول حزام اسد له العهد چینل سره په خبرو کې وویل: د یمن ولس له ۱۲ کلونو راهیسې د سعودي عربستان له ترهګرو بریدونو سره لاس او ګریوان دی.
هغه زیاته کړه: سعودي رژیم د یمن د خلکو او ملکي بیخ بینائي تاسیساتو پر وړاندې د ترهګریزو عملیاتو په ترسره کولو سره د یمن حاکمیت په نښه کوي.
حزام الاسد وویل: د یمن وسلهوال ځواکونه به سعودي رژیم د یمن پر خلکو د تېري او زورزیاتي په خاطر سخت سزا کړي.
هغه وویل: د یمن د خلکو او د دغه هېواد د حیاتي بیخ بینائيو په نښه کولو لپاره د امریکا، اسرائیلو او سعودي ترمنځ بشپړ همکاري موجوده ده.
د انصارا... د سیاسي دفتر دغه غړي ټینګار وکړ: د سعودي عربستان د تېري پر وړاندې د یمن د وسلهوالو ځواکونو لومړنی ځواب محدود و، خو سعودي رژیم به ډېر ژر داسې درس واخلي چې هېڅکله به یې هېر نه کړي. د یمن د وسلهوالو ځواکونو ځواب به په نږدې راتلونکي کې ستر وي او سعودي دښمن به حیران کړي.