د امریکائي جنګي الوتکو د ترمیم،او دیره کولومرکزونه په نښه شول
پارس ټوډې - د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د عامه اړیکو څانګې په خپلې ۱۳ اعلامیې کې اعلان وکړ چې د امریکائي F-35، F-16 او F-15 ډوله جنګي الوتکو د ترمیم او ساتنې، چمتو کولو او دیره کولو کولو هنګرونه، او د جنګي الوتکو «شلټرونه» په نښه شوي دي.
د ایرنا د راپور له مخې، د سپاه پاسداران د عامه اړیکو څانګې نن سهار وختي دریالسمه اعلامیه خپره کړې چې متن ئې ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي
بسم الله الرحمن الرحیم
قَاتِلُوهُمْ یُعَذِّبْهُمُ اللَّهُ بِأَیْدِیکُمْ وَ یخْزِهِمْ وَ یَنصُرْکُمْ عَلَیْهِمْ وَ یَشْفِ صُدُورَ قَوْمٍ مُّؤْمِنِین
«له هغوی سره وجنګېږئ؛ خداي به هغوي ستاسو په لاس عذاب کړي، هغوی به رسوا کړي، تاسو به پرې بریالي کړي او د مؤمنانو زړونه به روغ کړي.
اې د قدرمن اسلامي ایران غیرتمندو او په ډګر کې موجودو خلکو!
په ډګر کې ستاسو پرلهپسې امریکائي دښمن ستړی او ناهیلی کړی دی، او په هرمز تنګي کې ستاسو د زړَورو مبارزانو مقاومت او قدرت د سپینې ماڼۍ مشران حک حیران او سرګردانه کړي دي.
د امریکا ماتې خوړلي، ترهګر او یرغلګر پوځ، د خپلې بېوسۍ له امله، د اسلامي ایران پر څو سوداګریزو ـ تېلو وړونکو بېړیو برید وکړ
د خداي تعالی په ځانګړي لطف او د حضرت وليعصر (عج) تر ځانګړې پاملرنې لاندې، او د ایران پر تېلو وړونکو بېړیو د امریکا د یرغلګر برید په غچ کې، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د هوافضا ځواک زړورو، قدرتمنو او سرښندونکو مبارزانو د «یا حیدر کرار» په رمز سره د اردن پر الازرق امریکائي پوځي مرکز د خپلو درنو توغندیو په شیشت :ې راوست او لوخړې ئې ترې پورته کړې .
په دغو عملیاتو کې، چې د یرغلګر د سزا کولو لپاره ترسره شول، د جامدو او مایع سونګو په مټ د ویشتونکو بالستیک توغندیو د درنو بریدونو په وسیله د امریکائي دښمن د F-35، F-16 او F-15 جنګي الوتکو د ترمیم او ساتنې، چمتو کولو او دیره کولو کولو هنګرونه او د جنګي الوتکو شلټرونه په نښه شول او دښمن ته درانه زیانونه واوښتل.
د امریکا دښمن، په هرمز تنګي کې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د پیاوړي او اتل سمندري ځواک پر وړاندې د خپل ناتوانۍ، بېوسۍ او کمزورۍ له امله، له ناوړه او بېهدفه اقداماتو څخه کار واخیست؛ خو سمدستي ئې پرېکنده ځواب ترلاسه کړ.
د ایران د اسلامي جمهوریت د وسلهوالو ځواکونو د مبارزانو هوښیارتیا او پرېکنده مبارزه د یرغلګر د تېري پر وړاندې ورځ تر بلې دښمن له بېوسۍ سره مخ کړی دی، دا عملیات به تر هغه چې تېری ودرول شي په جدیّت سره دوام ومومي.
وَمَا النَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِندِ اللَّهِ الْعَزِیزِ الْحَکِیمِ