د حکایتونوکاروان (۷ )
https://parstoday.ir/ps/news/event-i177940-د_حکایتونوکاروان_(۷_)
په دې خپرونه کې مو د فارسي ژبې د ادبیاتو د یوه بل شاهکار، د شیرازي سعدي «بوستان» کتاب ته سر ورښکاره کړی او له دې رنګین او خوشبویه بوستانه مو یوه ښکلې او خوږه کیسه ستاسو لپاره راټوله کړې ده.
(last modified 2026-09-10T11:19:56+00:00 )
Sep 10, 2026 13:02 Asia/Kabul
  • د حکایتونوکاروان  (۷ )

په دې خپرونه کې مو د فارسي ژبې د ادبیاتو د یوه بل شاهکار، د شیرازي سعدي «بوستان» کتاب ته سر ورښکاره کړی او له دې رنګین او خوشبویه بوستانه مو یوه ښکلې او خوږه کیسه ستاسو لپاره راټوله کړې ده.

په دې پروګرام کې د کیسو پر قطار سپرېږو او د خوږو او اورېدلو وړ حکایتونو نړۍ ته سفر کوو؛ داسې ځای ته چې هلته خپل ټول فشارونه او اندېښنې پرېږدو، خوښۍ له ځان سره ملګرې کوو او په هر تمځای کې یوه له پنده ډکه کیسه زموږ انتظار باسي، څو وکولای شو د خپل ژوند کیسه لا ښکلې ولیکو.

په دې خپرونه کې مو د فارسي ژبې د ادبیاتو د یوه بل شاهکار، د شیرازي سعدي «بوستان» کتاب ته سر ورښکاره کړی او له دې رنګین او خوشبویه بوستانه مو یوه ښکلې او خوږه کیسه ستاسو لپاره راټوله کړې ده.

لکه مخکې مو چې ویلي وو، سعدي د ایران له نامتو شاعرانو و، چې په اوومه هجري پېړۍ کې یې ژوند کاوه. نوموړی په ځانګړي ډول د خپلو دوو ستر ادبي اثارو، «ګلستان» او «بوستان» له امله په ټوله نړۍ کې پېژندل شوی دی؛ «ګلستان» په نثر او «بوستان» په نظم لیکل شوی دی.

«بوستان» چې «سعدي‌نامه» هم بلل کېږي، د شیخ مصلح‌الدین سعدي شیرازي لومړنی کتاب دی. په دې کتاب کې د سعدي د سفرونو او بېلابېلو حکایتونو کیسې د مثنوي په بڼه او شاوخوا څلور زره بیتونو کې وړاندې شوې دي.

د دغه کتاب لیکل له هغې دورې سره هم‌مهاله وو چې مغولو پر ایران پراخ بریدونه کول او په ټولنه کې یې د ناپوهۍ، بې‌مروتۍ او دسیسو په څېر منفي ځانګړنې مخ په پراخېدو وې. له همدې امله، د «بوستان» په څېر د یوه حکمت‌ناک او له پندونو ډک کتاب اړتیا ډېره احساسېده.

موږ د نن ورځې لپاره له دې کتابه داسې یوه په زړه پورې او پندوره کیسه غوره کړې ده چې په اورېدو سره یې وکولای شو د ژوند پر لاره لا هوښیار ګامونه واخلو.

دا کیسه موږ ته راښيي چې د ژوند پر لاره باید د ډبرو او کندو پام وکړو او د سختو ورځو لپاره له مخکې چمتووالی ولرو.

اوس به د «هوښیار استاد او مغرور شاګرد» کیسه واورو.

په یوه ښار کې یو ستر استاد اوسېده چې د کشتي په فنونوکې ډېر تکړه و.

ویل کېدل چې استاد د کشتي له درې سوه څخه د زیاتو فنونو په رازونو پوهېږي او د سیال پر ځمکه کولو کې ډېر ماهر دی.

همدې شهرت ګڼ شمېر ځوانان او پهلوانان دې ښار ته راکش کړل، څو د هغه شاګردان شي.

شاګردانو له یو بل سره سیالي کوله او هر یوه په زړه کې دا هیله لرله چې استاد به د کشتي ځانګړي فنونه یوازې ده ته ور زده کړي.

هغوی به خپله ټوله هڅه کوله چې د استاد پر وړاندې خپل ځواک وښيي، ځان ښه ثابت کړي او په دې توګه د استاد پام ځانته واړوي.

خو استاد دومره هوښیار و چې د دغو ځان‌ښودونکو او له دعوو ډکو ورزشکارانو په خبرو او نمایشونو ونه غولېده!

استاد به هر شاګرد ته د هغه د وړتیا تر اندازې زده کړه ورکوله.

حتی ځینې یې له ځانه رخصت کړل او ورته یې وویل:

«که څه هم بدن مو پیاوړی دی، خو له دننه تش یاست. په اصطلاح، تاسې د پنبې په څېر پهلوانان یاست!»

یعنې ظاهراً ډېر غټ او پیاوړي ښکارئ، خو په حقیقت کې د پنبې په څېر سپک او بې‌ځواکه یاست.

هو، استاد لا هم د داسې ځوان په تمه و چې د کشتي د ټولو فنونو د زده کړې وړتیا ولري.

بالاخره هغه ورځ راورسېده.

یو ځوان د استاد جمنازیوم ته راغی. ځوان ډېر تکړه او پیاوړی بدن درلود؛ خو خبره یوازې تر دې ځایه نه وه.

هغه نه یوازې زورور و، بلکې په چلند او اخلاقو کې هم ډېر مؤدب او متواضع و.

کله به چې یې له چا سره کشتي نیوله، د خپل سیال ځواک ته به یې پام کاوه. که به یې ولیدل چې سیال یې کمزوری دی، نو خپل ځواک به یې هم د هغه تر کچې راټیټاوه، څو هغه ونه ځورېږي.

استاد چې داسې ځوان ولید، ډېر خوشحاله شو.

په زړه کې یې وویل:

«همدا هغه څوک دی چې زه یې په لټه کې وم. هم د پهلوانۍ خوی لري او هم ډېر ځواکمن دی؛ هم ځوانمرد دی او هم پیاوړی. نو ټول د کشتي فنونه به ور زده کړم، څو زما له مړینې وروسته دا فنونه له منځه ولاړ نه شي.»

استاد ځوان ته ورغی او دا ښه خبر یې ورکړ.

ځوان ډېر خوشحاله شو چې له دومره ډېرو شاګردانو څخه استاد هغه غوره کړی دی، او له استاد څخه یې ډېره مننه وکړه.

استاد ورته وویل:

«خو هېڅوک باید پوه نه شي چې زه تا ته د کشتي ځانګړي فنونه در زده کوم. که نور شاګردان خبر شي، نو حسد او بدې خبرې به پیل شي. د حسد کوونکو له لاسه به له ستونزو سره مخ شې.»

هوکړه وشوه چې ځوان به هره شپه د استاد کور ته ورځي او د هغه د کور په انګړ کې به د کشتي ځانګړي فنونه زده کوي او تمرین به پرې کوي.

ورځې پسې تېرېدې او ځوان ورو ورو د کشتي نوي فنونه له استاد څخه زده کول.

ورو ورو نورو شاګردانو هم درک کړه چې دا ځوان تر دوی ډېرې زده کړې کوي؛ ځکه هغه به داسې ځانګړي فنونه کارول چې نورو نه وو زده کړي او نږدې ټول سیالان به یې ماتول.

حسدونه پیل شول.

ځینو شاګردانو د ځان د نږدې کولو لپاره له هغه سره ملګرتیا پیل کړه، څو شاید هغه هم ورته دغه ځانګړي فنونه ور زده کړي.

خو ځوان له استاد سره خپلې کړې ژمنې ته وفادار پاتې شو.

ټولو به ترې پوښتنه کوله:

«ایا ته د استاد ځانګړی شاګرد یې؟ ایا استاد تا ته ځانګړي فنونه در زده کوي؟»

خو هغه به هېڅ ځواب نه ورکاوه.

نه یې غوښتل دروغ ووایي، نو چوپ به شو او له خلکو به تېرېده.

خو د هغه همدې چوپتیا، په حقیقت کې، د خلکو د شکونو د تایید په څېر وه.

 

ځوان چې د کشتي ډېری فنونه یې زده کړي وو، اوس په دې تمه و چې استاد به یوه ورځ هغه د «ستر استاد»په توګه معرفي کړي.

نوی کال هم راورسېد او په ټول هېواد کې د نوروز او پسرلي د راتګ جشنونه پیل شول.

پاچا هم د هر کال د دود له مخې په خپله ماڼۍ کې لوی جشن جوړ کړ او له نورو هېوادونو څخه یې مېلمانه راوبلل، څو د ایرانیانو د نوي کال له جشن او ښکلو مراسمو خوند واخلي.

د پاچا د جشن له پروګرامونو څخه یو هم د رزمي هنرونو او کشتي ننداره وه.

استاد به هر کال دې جشن ته بلل کېده او هلته به یې د کشتي یو له ځانګړو فنونو څخه ننداره کوله او د ګډونوالو له تودو چکچکو سره به مخ کېده.

هغه کال هم استاد جشن ته وبلل شو؛ خو دا ځل یې هغه ځوان له ځان سره یو نه ووست.

یوازې یې څو نور شاګردان له ځان سره ماڼۍ ته بوتلل او له هغوی سره یې په زړه پورې کشتي ونیوله.

پاچا او مېلمانه ډېر خوشحاله شول او استاد ته یې چکچکې وکړې.

ځوان د استاد له دې بې‌پامۍ ډېر خپه شو.

ورو ورو یې په زړه کې بد فکرونه پیدا شول.

هغه چې له استاد څخه د داسې چلند تمه نه لرله، له ځان سره یې پرېکړه وکړه چې باید په کشتي کې دومره لوړ مقام ترلاسه کړي چې پاچا خپله هغه په ځانګړي ډول ماڼۍ ته راوبولي.

له ځان سره یې ویل:

«استاد خو اوس زوړ شوی او د کشتي نږدې ټول فنونه یې ما ته را زده کړي دي. یوه ورځ به یې مات کړم، نوم به مې په ټول هېواد کې خپور شي او استاد به هېر شي.»

«««««««««««««««««««««««««««««««««

خو استاد په حقیقت کې د همدې چلند له لارې غوښتل دغه پیاوړی ځوان وازمويي.

هغه قصداً ځوان له ځان سره ماڼۍ ته نه و بیولی، څو وویني چې ایا هغه لا هم د پهلوانانو او ځوانمردانو دود، یعنې تواضع او ادب، ساتي او که نه؛ او که په سرکشۍ او بې‌ادبۍ به لاس پورې کړي.

ځوان، که څه هم له استاد څخه ډېر خپه و، خو په خبرو او چلند کې یې هېڅ بدلون رانه وست.

له استاد سره یې خپل درناوی او تواضع هماغسې وساتله.

استاد چې د هغه دا چلند ولید، ډېر خوشحاله او ډاډه شو.

له ځان سره یې وویل:

«نو وروستي او پټ فنونه به هم ور زده کړم؛ ځکه دی رښتیا هم د دې وړ دی. همدا ځوان کولی شي د پهلوانۍ او ځوانمردۍ دود ژوندی وساتي.»

خو استاد نه پوهېده چې د دې ځوان په زړه کې د انتقام او حسد توپان راولاړ شوی او یوازې د یوه فرصت په تمه دی چې استاد مات کړي.

«««««««««««««««««««««««««««««««««««

استاد د څو کلونو په موده کې د کشتي ۳۶۵ فنونه دغه ځوان ته ور زده کړل.

کله چې استاد ډېر زوړ شو، ځوان چې د نوم او شهرت تږی شوی و، خپل اصلي فکر یې ښکاره کړ او ویې ویل:

«زما د استاد شهرت بې‌ځایه دی. زه کولی شم هغه په ډېرې اسانۍ مات کړم.»

دا خبره د پاچا تر غوږونو ورسېده.

پاچا امر وکړ چې دغه دوه پهلوانان دې له یو بل سره کشتي ونیسي.

د سیالۍ ورځ راورسېده.

استاد پوه شوی و چې ځوان ډېر بدل شوی او د ځوانمردۍ لاره یې هېره کړې ده.

نو پرېکړه یې وکړه چې د ۳۶۶م فن په مرسته خپل پیاوړی شاګرد مات کړي.

همداسې وشول.

شاګرد په بشپړه حیرانتیا سره له خپل زوړ استاد څخه مات شو!

ځوان شاګرد له استاد څخه ګیله وکړه او ویې ویل:

«ولې دې ټول فنونه راته ونه ښودل؟»

استاد ورته وویل:

«دومره ناپوه نه وم چې د خپل زړښت د ورځو په فکر کې نه وای.»

پاچا د استاد له دوراندیشۍ او هوښیارۍ ډېر خوښ شو او هغه ته یې یوه ارزښتناکه جامه ډالۍ کړه.

په دې توګه مغرور ځوان ناکام شو او هوښیار استاد بریالی شو.

««««««««««««««««««««««««««««««««««

د سعدي له «بوستان» څخه د «هوښیار استاد او مغرور شاګرد» دا حکایت موږ ته ښيي چې زده کړه او مهارت هغه وخت ارزښت پیدا کوي چې له اخلاقو او تواضع سره مل وي.

غرور او ځان‌لوی ګڼل کېدای شي یو ماهر انسان په اوږده مهال کې له پښو وغورځوي؛ لکه همدا ځوان شاګرد چې د کشتي له ټولو فنونو سره سره، بالاخره له خپل استاد څخه مات شو او خپل عزت یې هم له لاسه ورکړ.

له بلې خوا، د زاړه استاد لرليد او عاقبت‌اندیشي هم وینو؛ هغه د سختو ورځو لپاره یو پټ فن له ځان سره ساتلی و او په دې توګه یې ځان د خپل ناسپاسه شاګرد له برید څخه خوندي کړ.

له دې حکایت څخه دا درس اخلو چې علم او ځواک، که د ناپخو او ځان‌غرو انسانانو لاس ته ورشي، د فساد او ماتې لامل کېدای شي؛ خو که له فروتنۍ، اخلاقو او ځوانمردۍ سره یو ځای شي، د انسان د شخصیت او ټولنې د لوړتیا لامل ګرځي.

هیله ده چې د دې پندورې کیسې له بیا اورېدو سره، موږ ټول د ژوند پر لاره اخلاقو او پوهې ته لا ډېره پاملرنه وکړو.

او د سختو ورځو لپاره یوازې په علم او مهارت بسنه ونه کړو؛ بلکې تواضع، هوښیاري او لرليد هم د خپل ژوند په کڅوړه کې له ځان سره ولرو.

پای