سعودي عربستان له خوا د یمن پر پلازمېنه بمبارۍ
Oct 04, 2026 07:28 Asia/Kabul
پارس تودی-خبري سرچینو راپور ورکړی چې سعودي جنګي الوتکو د یمن پر پلازمېنه صنعا بمبارۍ کړې دي.
د المسیره شبکې د راپور له مخې، د سعودي پوځ د یمن په شمال کې د صعده ولایت د سحار ولسوالۍ هم په توغندیو په نښه کړې ده.
تر اوسه د دغو بریدونو د احتمالي زیانونو او مرګژوبلې په اړه کوم راپور نه دی خپور شوی.