ایران د فلسطینیانو پر ضد د اسرائیلي رژیم جنایاتو دوام  غندلی
(last modified Fri, 04 Jul 2025 11:05:51 GMT )
Jul 04, 2025 15:35 Asia/Kabul
  • ایران د فلسطینیانو پر ضد د اسرائیلي رژیم جنایاتو دوام  غندلی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقائي د فلسطین په اشغالي خاوره کې د نسل وژنې د شدت او په تېره یوه اوونۍ کې د غزې په بېلابېلو برخو کې د سلګونو بې دفاع فلسطینیانو د وژنې په اړه سختې نیوکې کړې دي.

هغه د اسرائیلي پوځیانو له لوري د استوګنې پر سیمو، د کډوالو پر کمپونو، د استوګنې پر مرکزونو او د بشري مرستو د وېش پر ځایونو بریدونه بې ساري جنګي جنایتونه وبلل.

نوموړي د کډوالو د ګڼې ګوڼې پر مرکزونو هدفمند بریدونه او د غزې ښار د مصطفی حافظ ښوونځي بمباري ته په اشارې سره، متحده ایالات، جرمني او د اسرائیلي اشغالګر رژیم نور ملاتړي او توجیه کوونکي د غزې په نسل وژنې او د بشريت پر ضد جنایاتو کې مسوول وبلل.