د ایران د د سوک وهنې (بوکسنګ) ټیم په آسیا کې اتلوالی خپله کړه
Jun 30, 2024 13:26 Asia/Kabul
پارس ټو ډې - د ایران د ساواته ټیم(فرانسیسی بوکسنګ) په انډونیشیا کې د آسیا لوئې براعظم د سیالیو اتلوالي ترلاسه کړه.
د ساواته آسیائي لوبو پنځم پړاؤ د ایران، جاپان، ازکبستا،هند،چین تایپه،بنګله دیش،جنوبی کوریا او انډونیشیا په ګډون سره د باندونګ ښار په کوربتوب سره ترسره شو.
پارس ټوډې راپور ورکړی، دایران د بوکسنګ ملی ټیم د ۲۴سروزرو، د ۱۴ سپينو زرو او د ۲ زیَړو میډالونو په ګټلو سره و په ټول کې په ۳۸ میډالونو سره د آسیااتلوالي خپله کړه.
همداراز د سیالیو دترسره کیدا د کمیټې له خوا په آسوت او کامبټ سټایلونو کې د آسیا د ترټولو ښه ټيم کپونه هم د ایران د ټيم په برخه شول.
له ایرانه وروسته د انډونیشیا،ازبکستان،جاپان، چین تایپه او هند هیوادونو ټيمونه په ترتیب سره له دوهم تر شپږم پورې ځائيګي خپل کړل.