Jun 30, 2024 14:51 Asia/Kabul
  • د اسرائيلو لپاره د بریالیتوبونو  پړاؤ پاي ته رسیدلی دی

پارس ټوډې – یوه صهیونیسټي څیړاند په یول څرګندونو کې اعتراف کړی دی ، د اسرائیلي رژيم لپاره د بریالیتوبونو پړاؤ پاي ته رسیدلی دی او باید  د نتنیاهو د ناکامیو له پړاوه د بریالیتوب د تجسم  په فکر کې ووسو.

یو صهیونیسټي کارپوه او شناندي هاګي اولشانیتسکي په یوې هغې مقالې کې  په زیمان یسرائيل ویب پاڼې کې خپره شوې لیکلي دي، له دې وروسته چې د اکتوبر اومه پيښه رامینځةشوه، ظاهرا باید د بریالیتوب مفهوم بدل کړو او نوره د  اسرائیلو د اسطورې او د معمول د بریالیتوبونو کوم درک نشته .

 پارس ټوډې راپور ورکړی،دغه اسرائیلي څيړاند لیکلي دي؛د اکتوبر د اومې په جنګ کې به،اسرائیل هیڅ یوه هدف ته ونه رسیږي، ځکه چې خپل موجود ټول مخه نیونکی قدرت څخه ئې استفاده کړې ده او نور زیات توان نه لري.

 له بل پلوه،د صهیونیسټ رژيم  لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د حکومتي اورګانونو په کمزوري کولو پسې دی څو زندان ته له تلو بچ پاتې شي. نتنیاهو د قدرت تږی دی  او په همدې دلیل دجنګ ختمولو ته هم حاضر نه دی،ځکه پوهیږي، ترهغه وخته چې جنګ دوام ومومي،هغه د اکتوبر د اومې د پيښو په پلمه ګرځولو سره  په لویدیځي غاړې کې کې د اسرائیلو  چلندونه توجیه کولی شي.

دداغې مقالې لیکوال په دوام کې اعتراف کوي؛ د اکتوبر له اومې وروسته، دهغو فلسطینیانو شمیر چې په لویدیځي غاړې کې د اسرائيلو په وسیله  ووژل شول، له غو تورپوستو ئې شمیر زیات دی  چې په جنوبی افریقا باندې د آپارټائيډ رژيم دحاکمیّت  په څه دپاسه دیرشو کلونو کې ددغه رژیم په وسیله  وژل شوي دي.

په حقیقت کې دغه اندیښنه شته چې د بې ګناه او عامو فلسطینیانو وژله چې له کوم دلیل پرته وژل کیږی،په لویدیځي  غاړې کې  د لاستر اور د لمبو د زیاتیدا سبب شي چې  په دغې سیمې کې د اسرائیلو په ضد دیوې دریمې جبهې  د جوړیدا سبب کیږي.

له بل پلوه د صهیونیسټ میشته ښارګوټو د اوسیدونکو  چلندونه چې د اسرائيلي پوځ  په ملاتړ سره ،په لویدیځي غاړې کې د فلسطینیانو په وژلو،د کورونو او ودانیو  په  ورانولو  او نورو ځایونو ته د اورونو په اچولو او  د شتمنیو په چورتالان بوخت دي ، ددغه اور د لمبو له زیاتولو سره مرسته کوي.

دغه اسرائیلی کارپوه  لیکلي دي،دغزې د جنګ له ختمیدا او له دې مخکې مخکې  چې  هرڅه  داسرائیلو په نهائي ماتې ختم شي، هماغه شان  د اسرائیلو د نجات لپاره یو وړوکی احتمال شته  او هغه د غزې  د جنګ د لمبو کرارول دي . هغه  څه چې روښانه دي ، دا چې   د اسرائیلو په ګټه ده  چې  د غزې جنګ ختم شي او هڅه وشي څو  د فلسطینیانو ته  په ترټولو ښو شرائطو کې خپلواکي ورکړل شي.

د اسرائيلی لیکوال په اند، دمګړئ دملګروملتو او نړیوالې ټولنې په مرستې سره ، دیوې سیاسی موافقې په چوکاټ  کې د ملګروملتو په اورګانونو کې تصویبیږي،په غزې کې اوربند  ته رسمیّت ورکړل شي.

که اسرائيل ددغې موافقې د تحقق لپاره  کوم انګیزه لرونکي عوامل  ونه لرشي، نو د مونږ ناکامي به ډیره سخته وي، ځکه  هغه موافقه چې  په راتلونکي کې ئې نور وړاندیز کړي، د اسرائیلو لپاره به لابدتر وي او  احتمالا ددغه جنګ په نتیجې کې ، د اسرائیلو په ضد د اقتصادي بندیزونو  بهیر  اعمال شي، چې  د اسرائېلیانو لپاره  به ژوند  سخت او مشکل شي.

د اسرائيلو دغه کارپوه وئيلي  دي، د اسرائيلو لپاره ترټولو بده مسئله  داده چې  مجبوره شي، داسې یوه موافقه ومني  چې  د ا سرائیلو د شرائطو په چوکاټ کې برابر او وړاندیز شوي نه دي، هماغه شان چې دا مسئله  د  جنوبی افریقا لپاره رامینځةشوه او په  دغه شاان شرائطو کې  نور د چورلټ بریالیتوب د مفهوم لپاره  هیڅ ځاي نشته ،بلکې  باید یوازې  بریالیتوب په ناکمۍ کې ولټوو.

ددغه صهیونیسټي څیړاند په اعتراف ، نن سبا فلسطینیان په حقیقي بڼه د تلو راتلو  او حرکت هیڅ آزادي نه لري، حتی  خپل خاص پاسپورټ  هم نه لري، واریدیدا او وتل او حتی د دوي ژوند پر دغې سیمې د  واکمن اسرائیلي   د نظام د جوړښت  او وضعیّت په اساس مدیریّت شي.

 

ټیګونه