Jul 01, 2024 15:53 Asia/Kabul
  • د عربي اتحادیې د ترهګرو له لیست څخه د حزب ا.... د غورځنګ لیرې کېده، د طوفان الاقصی د عملیات سیمه ایزه پایله

عربی اتحادیه له اتو کلونو وروسته، پرېکړه وکړه چي د دې اتحادیې د ترهګرو له لیست څخه د لبنان د حزب ا... د ولسي او مقاومتي غورځنګ نوم لیري کړي.

د لبنان حزب ا... غورځنګ د لوېدیځې اسیا په سیمه کې یوه مهمه او کارنده لوبغاړه ده، داسي یوه مهمه لوبغاړه چي د دې سیمې د قدرت په انډولو کې مهم رول لوبوي. که څه هم د لبنان د حزب ا... غورځنګ یوه عربي او ولسي هویت لري لیکن د سیمې زیاترو عربو هیوادونو خپل سیاستونه د حزب ا.... د غورځنګ سره په مخالفت کې تعریفوي.  ښه بېلګه یې هم د اسرائیل او د امریکا د سیاستونو په تعقیبولو سره د عربي اتحادیې پریکړه وه، چي په ۲۰۱۶ میلادي کال کې ، د لبنان د حزب ا... ولسي غورځنګ  یي د ترهګرو په لیسټ کې ورزیات کړ. عربي اتحادیې د ۲۰۱۶ میلادي کال د مارچ د میاشتې په ۱۱ نیټه کې د حزب ا... غورځنګ یې د ترهګرو په لیست کې شامل کړ او له دغه غورځنګ څخه یې وغوښته چي خپل مقاومتي، فرهنګي او مذهبي فعالتونه بند کړي او د نورو هیوادونو په چارو کې له لاسوهنو څخه ډډه وکړي او په سیمه کې له ترهګرو او ټروریزم نه ملاتړ ته د پای ټکی کښېږدوي.

حزب‌الله لبنان در محیط منطقه غرب آسیا بازیگری مهم و تأثیرگذار است، بازیگری که نقش مهمی در موازنه قدرت این منطقه دارد. اگرچه حزب‌الله لبنان هویت عربی دارد، اما برخی از کشورهای عربی منطقه اغلب سیاست‌های خود را علیه حزب‌الله تعریف می‌کنند. نمونه آن در سال 2016 بود که اتحادیه عرب، حزب الله لبنان را در لیست تروریستی قرار داده بود.

دا په داسي حال کې وو چي له دې نه مخکې د عربي اتحادیې نه مخکې د فاس خلیج د همکاریو د شورا غړو هیوادونو هم حزب ا... غورځنګ د ترهګرو په لیست کې شامل کړی وو، په دې خاطر سره، ویلایشو چي د ترهګرو په لیسټ کې د حزب ا... د غورځنګ د نامه د شاملېدا تر شا دوه مهم لاملونه نغښتې وه، لومړی لامل یې له حزب ا... غورځنګ سره، د فارس خلیج د همکاریو د شورا د غړو هیوادونو دښمني وه، دوهم لامل هم په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د ایران د اسلامي جمهوریت او د سعودي عربستان تر مینځ د اړیکو ورانتیا وه، ځکه چي هغوی حزب ا... غورځنګ د هغه مقاومت په لړ کې بلل چي د ایران د اسلامي جمهوریت له خوا حمایه کېده.

خو اوس د اتو کلونو په تېرېدو سره، د لبنان د حزب ا... غورځنګ د عربو د اتحادیې د ترهګرو له لیست څخه وایستل شو، د دې اتحادیې د سرمنشي مرستیال، حسام زکی د شنبې په ورځ اعلان وکړ چي عربي اتحادیه نور حزب ا... غورځنګ ترهګر نه بولي.  هغه دا خبره په داسي حال کې وکړه چي د جمعې په ورځ لبنان ته تللی وو  څو هلته په پارلمان کې د حزب ا... د غورځنګ سره نژدې د سیاسي فراکسیون له مشر سره وګوري.

حسام زکی د مصر د القاهرې په چېنل کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره، ویلي دي: له دې مخکې د عربې اتحادیې غړو هیوادونو د حزب ا... د غورځنګ د ترهګر بللو فیصله کړې وه، نو ځکه  د دې اتحادیې هیڅ یو هیواد هم ورسره اړیکې نه پاللې،  لیکن اوس د عربې اتحادیې غړو هوکړه کړې ده چي نور د حزب ا... د غورځنګ لپاره د ترهګرو د عنوان له کارولو ډډه وکړي څو له حزب ا... غورځنګ سره، د اړیکو د جوړولو زمینه برابره شي.

د جمعې په ورځ د لبنان د الاخبار ورځپاڼه راپور ورکړ چي د عربي اتحادیې د سرمنشي مرستیال بیروت کې د حزب ا... د غورځنګ پورې اړوند  د سیاسي فراکسیون د مشر محمد رعد سره کتلي او خبرې اترې کړي دي.  دا له لسو کلونو وروسته، لومړی ځل دی چي د عربي اتحادیې مشرتابه له حزب ا... غورځنګ سره، د اړیکو په رغولو هڅه کوي.

دا اقدام څو دلیلونه درلودایشي، لومړی دلیل د ایران له اسلامي جمهوریت سره، د عربو هیوادونو او د هغوی په سر کې د سعودي عربستان په رویې او اړیکو کې بدلون دی، د ایران د اسلامي جمهوریت او د سعودي عربستان تر مینځ ډیپلماټیکې اړیکې د ۲۰۲۳ میلادي کال د مارس په میاشته کې له سره پیلې شوې او دواړو لورو د دغو اړیکو د پیاوړتیا په لړ کې ځینې اقدامات تر سره کړ.

دوهم دلیل هم د صهیونیست رژیم په خلاف د فلسطینی مقاومت له خوا د طوفان الاقصی د عملیات پیلیدا وه، له دې عملیاته وروسته، د فلسطین له مظلوم ولس څخه د اسرائیل د رژیم د ظالمانه بریدونو په وړاندې په دفاع کې، د لبنان حزب ا... وتلی رول ولوبول او په غزې باندې د اسرائیل د رژیم د یرغل له پیلېدو سره سم، حزب ا... هم  د دې رژیم په شمالي سیمو باندې دوامداره بریدونه او عملیاتونه پیل کړ. 

کارپوهان وایي چي طوفان الاقصی عملایت په سیمه کې په سیاسي انډولو کې د پراخو بدلونونو لامل شوی دی او د فلسطین له مظلوم ولس څخه د لبنان د حزب ا... مېړنی ملاتړ، په عربي ولسونو کې د دې غورځنګ د محبوبیت د زیاتوالې سبب شوی دی.