Jul 01, 2024 13:05 Asia/Kabul
  • تیونسیان د امریکې د ناخوښه سفیر خلاف راپورته شول

پارس ټوډی- د تیونس خلکو د فلسطین له ولسه د خپلو ملاتړونو په دوام کښې د امریکې د سفیر د ایستل کیدو او په غزې باندې د صهیونیسټي رژیم د تیریدو د بندیدو غوښتنه وکړه.

د تیونس خلکو پرون یکشنبه د امریکې د سفارت مخې ته په راغونډیدو سره په غزه کښې د اسرائیلو د رژيم جنایتونه وغندل.

د پارس ټوډی د خبر له مخې، د تیونس خلکو په دغه تجمع کښې له صهیونیسټي رژیمه د واشنګټن په ملاتړونو باندې په نیوکې سره، له تیونسه د امریکې د سفیر د ایستلو غوښتنه وکړه.

تیونسیانو په غزې تړانګه کښې د اسرائیلو د رژيم د جنایتونو پر غندلو سربیره ټینګار وک چې که چیرې نیواکګر رژيم د لبنان په جنوب باندې پراخه حمله وکړي نو خپل ګور به یې په خپلو لاسو کیندلی وي.

په غزه د فلسطینیانو د نسل وژنې په وجه له صهیونیسټي رژیم څخه د کرکې څپه په ټولو اسلامي هیوادونو کښې خوره شوې ده چې اوج یې د مسلمانانو له خوا د دغه رژیم خلاف د بندیزونو د سیاست د کارولو کوشش دی.

د اسرائيلو رژيم د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷ نیټې څخه، د فلسطین د بې دفاع او مظلومو خلکو خلاف د لویدیځو هیوادونو په هراړخیز ملاتړ سره په غزې تړانګې او د اردن سیند په لویدیځې غاړې کښې نوې او پراخه وژله پیل کړې ده.

د وروستیو رپورټونو له مخې په غزې باندې د صهیونیسټي رژيم په بریدونو کښې تراوسه څه کم ۳۸ زره فلسطینیان شهیدان شوي او له ۸۵ زرو ډیر هم ژوبل شوي دي.

اسراییلي رژیم په ۱۹۱۷ کال کې د برتانوي استعمار په طرحه او له مختلفو هیوادونو څخه د فلسطین خاورې ته د یهودانو د مهاجرت له لارې تاسیس شو او په ۱۹۴۸ کال کې یې شتون اعلان شو. له هغه وخت راهیسې د فلسطین د خلکو د نسل وژنې او د هغوی د ټولې ځمکې د قبضه کولو لپاره د ډله ایزې وژنې بیلابیل پلانونه ترسره شوي دي.

د ايران د اسلامي جمهوريت په ملګرتیا او مخکښوالي سره يو شمېر هېوادونه د اسرائيلو د استعماري رژيم د نسکورولو او خپلو اصلي هېوادونو ته د يهودانو د ستنېدو جدي ملاتړي دي.

 

ټیګونه