د حرم مدافعانو په سیمه کې د بېلوالې فتنه شنډه کړه
یوه افغان کلتوري او سياسي کارپوه ویلي چې په لوېديځه آسيا کې رامنځته شوې فتنه، د سرښندنې، د اسلام د بچيانو او د اسلامي مقدساتو د مدافعينو له خوا شنډه شوه.
حجت الاسلام سید جواد وحیدي له انعکاس خپرونې سره په مرکه کې، په رضوي حرم کې د حرم د مدافعانو او د مقاومت جبهې د شهیدانو د نړیوالې غونډې جوړېدو ته په اشارې سره وویل: د حرم مدافعينو هم د حرم او د دین له اصلي شعارونو څخه دفاع وکړه او هم د اسلامي حکومت د خبرو اترو په پياوړتيا کې يې مرسته وکړه.
په ایران کې د میشتو افغانانو د کلتوري او ټولنیز بنسټ مشر زیاته کړه: هغو کسانو چې د دغو سترو موخو لپاره یې خپل ځانونه قربان کړل، هم دوی خپله او هم د دوی کورنۍ د ستاینې او نمانځنې وړ دي.
د وحیدي په وینا، د اسلامي انقلاب معظم رهبر په ښه توګه څرګنده کړه چې په خپله د حضرت زینب سلام الله علیها حرم د فضیلت او د خدای غوښتونکو خلکو د سمبول په توګه مهم دی، خو دا دفاع یوازې د یوه حرم دفاع نه ده، بلکې له دیني ارزښتونو او عدالت څخه دفاع او له ظلم او استکبار سره مقابله کول دي.
وحیدي د اسلامي انقلاب معظم رهبر دې ټینګار ته په اشارې سره چې د حرم د دفاع پیغام باید د نړۍ د پاکو وجدانونو غوږونو ته ورسېږی، وویل: د اسلامي ټولنې غوره کسان بای، په رسنیو کې له حرم څخه د دفاع کولو علت په ښه توګه بیان کړي.
د حرم د مدفعانو او د مقاومت جبهې د شهیدانو نړیواله کنګره، د شنبې په ورځ په مشهد ښار کې د امام رضا علیه السلام په حرم کې د اوو بهرنیو هېوادونو د حرم مدافعانو د شهیدانو د کورنیو په شتون سره پیل شوه.